د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. د ارشیف انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا اوچا
د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. د ارشیف انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا اوچا

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا ویلي چې بلخاب کې د وروستیو جګړو له امله ۲۷ زره تنه بې ځایه شوي او ګاونډیو ولایتونو ته یې کډه کړي‌ دي.

اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کووونکې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان په بلخاب سیمه کې د وروستیو جګړو له امله نږدې ۲۷ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي او مرستو ته اړتیا لري.

د خبرپاڼې له مخې بې ځایه شوي کسان د افغانستان شمالي‌ او مرکزي ولایتونو ته کډه شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې یوازې بامیان ولایت ته شاوخوا ۶ زره کسان تللي دي.

یادې ادارې له بې ځایه شویو کسانو سره د مالي، خوراکي، روغتیایي، زدکړیزو او ټولنیزو مرستو خبر ورکړی دی. په وینا یې بشردوستانه سازمانونه ۱۰ زره کسانو ته د خوړو،‌ خیمو او نورو توکو رسولو ته تیاری نیسي.

بلخاب کې جګړه دوه اوونۍ مخکې هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو پخواني قومندان مولوي مهدي مجاهد او د طالبانو ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

نوموړي پر طالبانو تور لګولی و چې د هزاره ګانو حقونو ته پاملرنه نه کوي او ورسره تبعیضي چلند کوي. بلخاب کې تر جګړې وروسته پر طالبانو دا تور هم لګول شوی چې دغه سیمه کې یې له بشري حقونو سرغړونه کړې او عامه خلک یې وژلي دي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو د یادو تورونو په هکله د جدي څېړنو خبر ورکړی دی. 

 

نورې ليکنې