کډوال د یونان او شمالي مقدونیې په سرحدي سیمه کې. د ارشیف انځور: ایماګو
کډوال د یونان او شمالي مقدونیې په سرحدي سیمه کې. د ارشیف انځور: ایماګو

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دغه هېواد په سوېلي په برخه کې یې ۸۷ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. د چارواکو په حواله پېښه کې د انساني قاچاق په تړاو دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

د شمالي مقدونیې امنیتي ځواکونه وایي چې د دغه هېواد په سوېلي برخه کې د یوې لارۍ په ټرېلر کې ۸۷ غیرقانوني کډوال موندل شوي دي. د یاد هېواد چارواکو زیاته کړې ده چې د کډوالو د قاچاق په تړاو یې دوه شکمن کسان هم نیولي دي.

د پولیسو په وینا نیول شویو کې ۴۵ سوریایان، ۳۹ پاکستانیان، دوه کنګوییان او یو هندی شامل دي. یاد مهاجر د تېرې شنبې په ورځ ګېوګلیا ښار ته نږدې پر یوه لویه لاره ونیول شول.

پولیسو دغه راز د انساني قاچاق په تور د مقدونیې د دوو اتباعو د نیولو خبر ورکړی دی چې د آ.آ او ام. جي په نومونو پېژندل کېږي. د دوی د جرم د اثباتېدو په صورت کې به دغه دوه کسان په ۵ کالو بند محکومېدلی شي.

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: پولیسو یوه لارۍ کې ۲۴ کډوال نیولي

داسې ګومان کېږي چې یاد مهاجر صربیا او ورپسې اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره له یونان څخه شمالي مقدونیې ته اوښتي دي. دوی چارواکو یونان ته د شړلو په موخه د ګېوګلیا د کډوالو مرکز ته استولي دي.

د شمالي مقدونیې د امنیتي ځواکونو په حواله له تېرو څو وختونو راهیسې زیات شمېر کډوال چې غوښتل یې د بالکان له لارې اروپایي هېوادونو ته ځای ورسوي په دغه هېواد کې نیول شوي دي.

ډېری دغه کسان اروپايي هېوادونو ته د اوښتو لپاره له یونانه شمالي مقدونیې او ورپسې د بالکان هېوادونو ته ځان رسوي.

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه کې دوه کډوال د اوګاډي لاندې شوي

په تېرو دوو کلونو کې د شمالي مقدونيي سره د یونان پوله د کرونا ویروس له امله تړل شوې وه. خو یاده سیمه کې لا هم قاچاقي ډلې فعالې وې او هڅه یې کوله چې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي مهاجر د صربستان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي.

تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.

یاد راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰ کې قاچاق وړونکو د لوېدیځ بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو - ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې وو. شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا سیمې د مهاجرو د قاچاق اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.

 

نورې ليکنې