کډوال د خوړو وېشلو ته انتظار باسي. کالې، د وروتیېر کوڅه، انځور: ارشیف، کډوال نیوز.
کډوال د خوړو وېشلو ته انتظار باسي. کالې، د وروتیېر کوڅه، انځور: ارشیف، کډوال نیوز.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې د فرانسې د کالې ښار په مرکز کې نور د ناراجسټرو سازمانونو له خوا پر کډوالو د خوړو د وېشلو د منع فرمان نه عملي کېږي. خو سازمانونه وایي چې د یاد فرمان نه عملي کېدل ځکه پر وضعیت نه دی اغېز کړی چې دوی لا هم د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له خنډ سره مخ دي.

د کالې ښار په مرکز کې د ناراجسټرو سازمانونو له خوا پر کډوالو د خوړو د وېشلو د منع فرمان د تېرې می میاشتې له ۲مې نېټې راهیسې نه عملي کېږي.

د ۲۰۲۰ د سپټمبر پر ۱۰مه د پا دو کالې قومندان لوی لو فران یو فرمان کې [د کالې ښار د مرکز په ځینو سیمو کې] پر مهاجرو د خوړو او څښاکو اوبو وېشل عامه نظم ته د زیان رسولو او د کورونا وېروس له امله د لګول شویو بندیزونو په خاطر منع کړي وو.

چارواکو ویلي وو چې له دولت سره د ناراجسټرو سازمانونو له خوا پر کډوالو د خوړو وېشلو په جریان کې ټولنیز واټن نه مراعاتېږي.

دا پرېکړه چې چارواکو هره میاشت تمدیدوله هغه مهال بېلابېل غبرګونونه راپارولي وو. سازمانونو اجازه درلوده چې یوازې په هغو سیمو کې کډوالو ته ډوډۍ ورکړي چې نومونه یې د قومندانۍ په فرمان کې نه وو راغلي.

بیا ولولئ: کالې: «مهاجر که هر چېرې وي، خواړه پرې وېشو»

په ورته مهال د پا دو کالې قومنداني وایي چې د فرمان د نه تمدیدېدو دلیل کالې کې د روغتیایي وضعیت ښه والی دی. یادې قومندانۍ د یوه ایمېل په ځواب کې کډوال نیوز ته ویلي: «د یاد فرمان موخه له کورونا ویروس سره تړاو لرونکو ګواښونو او عامه نظم ته د زیان رسولو مخنیوی و. خو کالې کې د وضعیت په پام کې نیولو سره د فرمان تمدیدولو ته اړتیا نه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې فرانسه کې په کورونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی. د رسمي شمېرو له مخې د جولای میاشتې پر ۷مه تر ۱۶۰ زره ډېر کسان په کورونا اخته شوي وو چې د تېرې اونۍ پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې کې مهاجر پلوه سازمانونه د اکراینیانو او نورو مهاجرو ترمنځ پر توپیري چلند نیوکه کوي

مهاجر پلوه سازمانونه بیا وایي چې په عمل کې د کالې ښار په مرکز کې پر کډوالو د خوړو وېشل ناشوني دي. دوی زیاتوي چې په منظمه توګه یې د رضاکارانو مخه نیول کېږي او نغدي جریمې پرې لګول کېږي.

د سلام سازمان غړې کلې میلو کډوال نیوز سره خبرو کې وایي: «موږ د تل په شان د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له ستونزو سره مخ یو. د یاد فرمان له تمدید کېدو او یا نه تمدید کېدو سره به وضعیت کې کوم بدلون نه راځي.»

دمګړۍ شاوخوا ۱ زره مهاجر برېتانیا ته د ورتګ په موخه د فرانسې په شمالي ښار کالې کې ژوند کوي. دوی تمه لري چې د لاریو یا کوچنیو کښتیو له لارې برېتانیا ته واوړي. 

 

نورې ليکنې