آرشيف انځور ـ د آلمان په فرانکفورټ هوايي دګر کي افغان کډوال
آرشيف انځور ـ د آلمان په فرانکفورټ هوايي دګر کي افغان کډوال

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ۷۵ سلنه هغه افغان محلي کارکوونکي چې منل شوي و، آلمان ته رارسیدلي دي.

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ۷۵ سلنه هغه افغان محلي کارکوونکي چې منل شوي و، آلمان ته رارسیدلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د بایرن، رسنیزې ډلې ته ویلي دي چې د ځایي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو له ۲۳،۳۰۰ کسانو څخه ۱۷،۲۰۰ یې آلمان ته رارسیدلي دي. زیاته شوې ده چې هره اوونۍ ۲۰۰ پخواني محلي افغان کارکوونکي له خپلو کورنیو سره آلمان ته راوستل شوي دي.

ویل شوي دي چې زیاتره چارتر پروازونه د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه ترسره شوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې زیاتره پاتې محلي کارکوونکي او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي، د هویت اسنادو او پاسپورټونو د نه موجودیت له کبله نه شي راوتلی.

د تیر میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د آلمان د حکومت د تخلیې پر هڅو نیوکې کیږي. نیوکه دا ده چې د آلمان پوځ په بیړه له افغانستانه د راوتلو پر مهال په زرونو محلي کارکوونکي او هغه کسان چې خوندیتوب ته یې اړتیا لرله هلته ترشاه پریښودل. اوسمهال د آلمان د پارلمان یوه کمېټه له افغانستان څخه د آلمان د اردو او متحدینو د راوتلو په هکله پلټنې کوي.

منبع: د آلمان ږغ دويچه وېله پښتو څانګه

 

نورې ليکنې