د پاریس په زړه کې د بې سرپناه کډوالو پنډ غالی. انځور: کډوال نیوز. ۱۳ جولای ۲۰۲۲
د پاریس په زړه کې د بې سرپناه کډوالو پنډ غالی. انځور: کډوال نیوز. ۱۳ جولای ۲۰۲۲

د پاریس په زړه، بستي ډګر کې له شاوخوا دوو میاشتو ډیره موده کیږي چې نږدې ۶۰ تنکي ځوانان په یوه پنډغالي کې شپې سبا کوي. په پنډغالي کې تر خیمو لاندې کډوال ادعا کوي چې کم عمره دي خو فرانسوي چارواکي بیا دغه ادعا نه مني او وايي چې دوې قانوني عمر ته رسیدلي. کډوال د استیناف غوښتنه کړې او د محکمې ځواب ته انتظار باسي. په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع سازمان یوتوپیا ۵۶ چې دغه پنډغالی يي جوړ کړی وايي چې د استیناف په جریان کې باید دغو ځوانو کډوالو ته سرپناه برابره شي.

د چهارشنبې په ماښام د جولای ۱۳مه د پاریس بستي ډګر کې د کډوالو کمپ خالي ښکاري. نن پاریس کې د هوا د تودوخې درجه ۳۶ ته رسېدلې ده او کډوال د سختې ګرمۍ له امله خپلو خیمو کې نه شي پاتې کېدای. لږ اخوا د ونو تر سیورې لاندې د ځوانانو یوه ډله ناسته ده چې افغان کډوال هم پکې دي.

شپاړلس ګل حسن د همدې پنډغالي اوسېدونکی دی. هغه چې د افغانستان د ننګرهار اصلي اوسېدونکی دی وایي د کمپ له جوړېدو راهیسې یې همدلته خیمه تړلې ده او له یو بل افغان سره یو ځای تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. ګل حسن واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له خپل پلار سره ایران ته قاچاقي سفر وکړ. دوی غوښتل چې د ترکیې له لارې اروپا ته ځان رسوي. دغه ځوان مهاجر وایي‌ چې د ترکیې او ایران پر پوله یې پلار ورک شو او هغه هېڅ نه پوهېږي چې پلار یې ژوندی دی که مړ شوی دی. 

کله چې ګل حسن پاریس ته را ورسېد، نوموړي چارواکو ته ځان د کم عمر لرونکي مهاجر په توګه معرفي کړ. هغه وایي: «غوښتنه مې و نه منل شوه. دوی ما ته وویل چې کم عمر لرونکی نه یم. محکمې ته مې شکایت وکړ. محکمې ما ته وویل چې باید خپله تذکره را وغواړم.»

شپاړلس ګل حسن وایي کابو دوه میاشتې کېږي‌ چې دغه کمپ کې اوسېږي، خو برخلیک یې لا نه دی معلوم. انځور: کډوال نیوز
شپاړلس ګل حسن وایي کابو دوه میاشتې کېږي‌ چې دغه کمپ کې اوسېږي، خو برخلیک یې لا نه دی معلوم. انځور: کډوال نیوز

د ګل حسن کورنۍ په افغانستان کې ده. هغه پر خپل موبایل د خپلې پېژندپاڼې عکس را ښيي او وایي‌ چې دا یې تذکره ده، خو محکمې ورنه غوښتي دي چې پېژندپاڼه یې باید په فرانسوي ژبه وژباړل شي، قاضي به ورپسې د نوموړي د اصلي عمر په هکله پرېکړه وکړي.

یو بل افغان کډوال عزت الله وایي‌ چې هغه څو ورځې مخکې محکمې ته تللی دی او مرکه یې کړې ده. نوموړی چې د پېژندپاڼې عکس یې ورسره ده او ژباړل شوې هم ده وایي، تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. دغه شپاړلس کلن افغان د ګل حسن په څېر له کابو دوو میاشتو راهیسې د بستي ډګر په پنډغالي کې ژوند کوي، خو نه پوهېږي چې راتلونکی به یې څنګه شي.

۱۶ کلن عزت الله د هغه افغان کډوال دی چې د پاریس د کډوالو په دغه پنډغالي کیږي يي خیمه وهلې
۱۶ کلن عزت الله د هغه افغان کډوال دی چې د پاریس د کډوالو په دغه پنډغالي کیږي يي خیمه وهلې


د استیناف غوښتونکو لپاره د هرکلي مکانیزم جوړول

په ورته مهال د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی پییر ماتورین کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې بستي ډګر کې د دغو خیمو د تړلو موخه د دولت له خوا «د استیناف غوښتونکو ځوانو مهاجرو لپاره د هرکلي مکانیزم جوړول» دي. هغه وايي کله چې کم عمر لرونکي کسان د چارواکو له خوا نه منل کېږي، دوی اړ دي چې محکمې ته د استیناف غوښتنه وکړي. خو په وینا یې: «د محکمې ځواب ۶ میاشتې تر یو کال پورې وخت نیسي او په دغه موده کې یاد کډوال سرپناوو ته لاسرسی نه لري.»

نوموړی ټینګار کوي چې «د محکمې له خوا د استیناف د دوسیو د اروزنې مودې په جریان کې باید دغه کسان د کم عمره کډوالو په توګه وپېژندل شي».

دمګړۍ پاریس کې د استیناف غوښتونکو کم عمره کډوالو ته یوازې یو مرکز ځانګړی شوی دی چې د امیل زولا مرکز نومېږي، خو یوازې د ۴۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. پییر ماتورین وایي چې دغه مرکز به هم د کال تر پایه پورې تړل کېږي. نوموړی هیله لري چې د امیل زولا مرکز پر ځای به یو داسې استوګنځی جوړ شي چې لږ تر لږه د سلو تنکیو ځوانانو د ځایولو ظرفیت ولري.

مالي ستونزې:‌ ښاروالي که دولت؟

د یوتوپیا ۵۶ سازمان دغه غړی وایي چې دوی یوه میاشت مخکې د پاریس ښاروالۍ له چارواکو سره د دغو ځوانانو د ستونزو په هکله خبرې کړې دي. د نوموړي په خبره، د پاریس ښاروالي چمتو ده چې د دې کار د ترسره کولو لپاره کم سنه کډوالو ته یوه ودانۍ ځانګړې کړي، خو په وینا یې دغه اداره د ودانۍ د مالي چارو مسولیت پر غاړه نه نیسي.

هغه وایي:‌ «ښاروالي په دې اند ده چې دا د دولت مسولیت دی.»

که څه هم پییر ماتورین د پاریس ښاروالۍ د دې وړاندیز هرکلی کوي، خو هغه باور لري چې یاده اداره د خپل مسولیت بار پر دولت اچوي. هغه وایي: «دې برخه کې د پاریس ښاروالي هم مسوله بلل کېږي ځکه د دغو کسانو د اصلی عمرونو د معلومولو لومړۍ ارزونه په پاریس کې ترسره کېږي.» د هغه په حواله، که چېرې دوی خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې وای، نو تنکي ځوانان په اوسني حالت کې نه وای.

پییر ماتورین زیاتوي چې دمګړۍ د بستي‌ په ډګر کې راټول شوي ځوانان د خپل برخلیک په هکله هېڅ ډول معلومات نه لري. د نوموړي په وینا: «دوی اوسني حالت ستړي او ناهیلي کړي دي. روحي وضعیت یې ښه نه دی. هره شېبه وایي چې دا انتظار به کله پای ته ورسېږي.»

«زمونږ خبرو ته څوک غوږ نه نیسي»

که څه هم د بستي ډګر په دغه مهاجر کمپ کې یوازې درې افغانان اوسېږي او پاتې برخه یې افریقایان دي، خو نن د اونو تر سیورې لاندې د افغانستان نور اتباع هم لیدل کېږي. دوی هغه کم عمره کډوال دي چې د پاریس بېلابېلو سیمو کې تر پلو لاندې شپې سبا کوي. دغه افغانان وایي چې د خپل نامعلوم حالت له امله لالهانده ګرځي او نه پوهېږي چې څه باید وکړي. ځینې کډوال وایي چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي، خو اوسني حالت دې ته اړ کړي چې د سړکونو پر غاړه ژوند وکړي.

ګل حسن او عزت الله دواړه په دغه یوه خیمه کې خپلې شپې سبا کوي. اڼځور: کډوال نیوز
ګل حسن او عزت الله دواړه په دغه یوه خیمه کې خپلې شپې سبا کوي. اڼځور: کډوال نیوز

ګل حسن وایي: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې زه په دغه کمپ‌ کې اوسېږم. یوازنۍ غوښتنه مې دا ده چې محکمه مې استیناف لیک ومني او سرپناه راکړي. زه نور په دې حالت کې اوسېدلی نه شم.»

عزت الله بیا وایي چې د خپل ناڅرګند برخلیک په هکله اندېښمن دی او نه پوهېږي چې د مرکې پایله به یې څه وي. 

دوی دواړه هیله لري چې یاد حالت ژر تر ژره پای ته ورسېږي او چارواکي یې غوښتنو ته پاملرنه وکړي. 

ګل حسن وایي: «زه د یو ښه راتلونکي په هیله دلته راغلی وم،‌ خو اوس ناهېلی شوی یم.‌ ولې څوک زموږ ژغ ته غوږ نه نیسي؟ زه ځکه ورته کم سن نه ښکارم چې د کډوالۍ پر لارو مې ډېرې ستونزې لیدلې او په یوازیتوب سره مې اروپا ته ځان رسولی. خو دا د ټولو کډوالو مشترکه کیسه ده.»

 

نورې ليکنې