د ترکیې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونه يي په ازمیر ښار کې ۱۴۳ تنه ناقانونه افغان او سوریايي کډوال نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې دوه تنه مشکوک قاچاق وړونکي هم شامل دي.
د ترکیې د انادولو خبرې ویبپاڼې د تیرې چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دغه کډوال د ازمیر ښار په مندرس ښارګوټي کې د ژاندارمري پولیسو او د انساني قاچاق سره د مبارزې د ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له دغې دلې ۱۰۵ تنه يي د ژاندار مري لخوا د ډرون الوتکو په وسیله په کښتیو کې او ۳۸ تنه نور بیا په یوه ساحلي سیمه کې په نښه شوي.
نور ولولئ:ترکیه: نږدې ۱۷۰۰ سند نه لرونکي کډوال په استانبول کې نیول شوي دي
نیول شوي کسان د ژاندار مري له قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د بهرنیو اتباعو د استرداد مرکز ته استول کیږي.د نیول شویو له ډلې دوه تنه نور د انساني قاچاق په جرم له نیولو وروسته اړوندو قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د افغانانو ډله ایز ایستل
د طالبانو له راتګ وروسته ترکیې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۸ زرو څخه ډېر افغانان په ۷۹ چارتر الوتکو کې بیرته خپل هیواد ته شړل شوي.
په یوه تازه پیشه کې تیره اونۍ ۳۶۰ تنه افغان ځوانان له ترکیې څخه په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته واستول شول.
سر بیره پر دې ترکي رسنیو نږدې دوه اونۍ وړاندې راپور ورکړی و چې د وان ښار کې پولیسو د کډوالو پر موټر ډزې کړي چې له امله يي څلور ماشومانو وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.