د بریتانیا د ملي جرمنو د ادارې چارواکي د عملیاتو پر مهال. انځور: NCA.جولای 14. 2022
د بریتانیا د ملي جرمنو د ادارې چارواکي د عملیاتو پر مهال. انځور: NCA.جولای 14. 2022

د بریتانیا پولیسو په لندن کې هغه درې تنه نیولي چې هڅه يي کوله کډوال د لارۍ تر شا بریتانیا ته قاچاق کړي. نیول شوي کسان د هغو څلور تنو له ډلې دی چې د سه شنبې په سهار د لندن په ختیځ او ایسیکس کې د ملي جرمونو د ادارې په عملیاتو کې نیول شوي وو.

نیول شوي کسان د یوې مهمې قاچاقې ډلې د مشرانو په تور نیول شوي چې د خلکو د قاچاق په جرم تورن دي.

د ایلفورډ، والټمسټو او داګنهام دغه اوسیدونکي چې د قانوني د لایلو له امله يي نوم پټ ساتل شوی، د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۴ مه د وست مینسټر ښار مجسټریټ محکمې ته حاضرشول.څلورم تورن کس د سه شنبې په ورځ د چارواکو له څیړنې وروسته خوشي شوی دی.

د غه شکمن قاچاق وړونکي د جرمونو د ملي ادارې د چارواکو په هغو عملیاتو کې چې د لاریو په وسیله بریتانیا ته د خلکو د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره ځانګړي شوي و، نیول شوي.

د قاچاق په تور د یوې ایراني الاصله بریتانوۍ نیول

په یوه بله پیښه کې یو بل ایراني الاصله بریتانوۍ د چې د فرانسې، جرمني، هالنډ او بریتانیا په مرسته ګډ عملیات ترسره شوي و، نیول شوی. په دغو هیوادونو کې د همدغو ګډو عملیاتو په وسیله تیره اونۍ ۳۹ کسان نیول شوي و.

نیول شوی کس چې کیوان پور نومیږي او ۳۷ کاله عمر لري یوه ورځ وړاندې مخکې له دې چې ترکیې ته په الوتکه کې سپور شي د مانچسټر په هوايي ډګر کې د پولیسو لخوا و نیول شو.

نوموړی له دې وړاندې د بریتانیا او فرانسوي ځواکونو لخوا تر څار لاندې و. فرانسوي څارنوالانو پر کیوان پور تور پوری کړی چې د یوې منظمې جرمې شبکې غړی دی چې بریتانیا ته د خلکو په قاچاق کې لاس لري. ګمان کیږي چې نوموړی یوه اونۍ وړاندې له جرمني څخه بریتانیا ته ورغلی وي.

له انساني قاچاق سره د مبارزې هڅې

ټاکل شوې وه چې د نیول شویو کسانو محکمه د تیرې چهارشنبې په ورځ د وست مینسټر ښار په محکمه کې پیل شي.

د بریتانیا د ملي جرمونو ( NCA ) د ادارۍ مرستیال جاک بییر وویل:« د دغې شکمنې جنايي ډلې په اړه تحقیقات په بریتانیا، فرانسه، بلجیم، هالنډ او جرمنې کې د قانون د پلي کیدو له مخې تر سره شوي.»

نور ولولئ:برېتانیا: دوه کسان د ۳۱ تنو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي

نوموړی وايي چې پر دغې شبکې تور دی چې په وړو کښتیو کې يي انګلستان ته لس زره کډوال په ناقانونه ډول بریتانیا ته قاچاق کړي. جاک بییر وايي چې د یادو ډولو پر ضد به د دوې مبارزه دوام و لري او له خپلو اروپايي شریکانو سره د دوې د له منځه وړلو او عدالت په تامین کې په ګډه کار وکړي.

په بریتانیا کې د محدودیتونو د لګولو سربیره لاهم ګڼ شمیر کډوال په ناقانونه ډول د کښتیو او یا لاریو له لارې له فرانسې دغه هیواد ته ځانونه رسوي.

د رسمي شمیرو له مخې په تیرو څه باندې لسو ورځو کې له ۱۳۰۰ څخه ډیر کډوال په لسګونو کوچنیو کښتیو کې د انګریز تنګي له لارې بریتانیا ته رسیدلي.

 

نورې ليکنې