په یوه غږیز پیغام کې چې د یو تن کډوال لخوا خپور شوی ادعا شوې چې څلور زه افغانان د ایراني پولیسو لخوا د افغانستان سره پر پوله زاهدان په زندان کې یرغمل نیول شوي. تر دې مهاله د رسمي سرچینو لخوا دغه خبر نه دی تایید شوی.
دغه غږیز پیغام چې په ټولنیز شبکو کې د یو تن نیول شوي کډوال لخوا خپور شوی په کې ادعا شوې چې ایراني چارواکو د دغو کډوالو د خوشي کولو لپاره له هر کس څخه یو میلیون تومان غواړي. دوې وايي چې د خوړولو لپاره هیڅ څه نه لري او په ډیرو سختو شرایطو کې وخت تیروي.
د دغه غږیز پیغام د ثبتولو نیټه مشخصه نه ده.
ایراني چارواکو بیا د کډوالو د نیولو دلیل دا بولي چې له قانوني اسنادو پرته يي خلک خاورې ته د ننه کیږي.
نور ولولئ: ایران کې افغان کډواله: «له ۳۵ کلن ژوند وروسته یو سیم کارت نه شم اخیستلای»
د ا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د کډوالو د تاوتریخوالي راپور ورکول کیږي بلکه له دې وړاندې هم د دغه هیواد د پولیسو لخوا له افغانانو سره له تارتریخوالو ډک چلند تر سره شوی و.
بل پلو بیا د افغانستان په دغه ګاونډ هیواد کې له لسګونو کلونو وروسته لا هم یو شمیر افغانان خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسۍ نه لري. له دې وړاندې یو شمیر افغانانو کډوال نیوز ته ویلي و چې پولیس ورسره بند چلند کوي او دوې له یوې اوږدې مودې وروسته لاهم له روغتیايي، تعلیمي او د اقامت اسنادو له ستونزو سره مخامخ دي.
سر بیره پر دې، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې هره اونۍ سلګونه افغانان د ایران لخوا په زوره ایستل کیږي.
دغه وزارت تیره اونۍ ویلي و چې یوازې په یوه ورځ له ۸۰۰ څخه ډیر افغانان د نیمروز له لارې له ایران څخه په زوره ایستل شوي و.