د سربیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ هنګري سره پر پوله ۸۵ کډوال و نیول. پولیس وايي چې په عملیاتو کې يي له سیمې څخه وسلې، چاقوګانې او نورې مهمې توکې هم موندلي دي. په همدغه سیمه کې د روانې میاشتې په پيل کې د کډوالو ترمنځ د شخړې له امله یو تن مړ او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي و.
د اسوشیتید پرس خبري آژانس لیکلي چې دغه کسان د سربیا د سوبوټیکا ښارګوټي کې د پولیسو په عملیاتو نیولي شوي دي. ځآيي پولیسو ویلي چې د دوو کډوالو پر وړاندې جنايي قضيي ثبتې شوي او شپږ تنه نور نیول شوي دي.
د سربیا د کورنیو چارو وزیر الکساندر وولین د پیښې په تړاو رسنیو ته ویلي:« هیڅ جنایتکاره ډله به د کشف او له منځه وړلو پرته پری نښودل شي او د قانون له مخې به ورته جزا ورکړل شي.»
نوموړی داهم وویل چې په سربیا کې هیڅ څوک نشي کولای چې ټوپک و ګرځوي او د خلکو قاچاق ته زمینه برابره کړي. هغه ژمنه وکړه چې په هغو سیمو کې به خپل عملیات ګړندی کړي چې قاچاق وړونکي په کې فعال دي.
د یادلو ده چې په همدغه سرحدي سیمه کې د جولای په لومړیو کې د کډوالو ترمنځ یوه لویه نښته رامنځ ته شوه چې له امله يي یوکس ووژل شو او ګڼ شمیر نور ټپیان شول. د یادې پیښې له امله یو شمیر انساني قاچاقچیان تورن پیژندل شوي دي.
نور ولولئ: صربیا: هنګري سره پر پوله د کډوالو ترمنځ نښتې یو تن وژلی او ۶ تنه یې ټپیان کړي
سربیا د بالکان سیمې هغه هیواد دی چې ګڼ شمیر کډوال له همدغې لارې هڅه کوي د هنګري پولې ته ځان ورسوي او له هغه ځایه بیا ځانونه نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي خو هنګري بیا هڅه کوي اروپا ته د ننوتلو لپاره د دوې مخه ډبه کړي. کډوال له میاشتو ځنډ وروسته نه شي کولای اروپايي هیوادونو ته د ننه شي چې له همدې کبله دوې قاچاقبرو ته مخه کوي.
د افغانستان په ګډون په منځني ختیځ، افریقا او اسیا کې له جګړو، تاوتریخوالی او بې وزلۍ څخه تښتیدلي دغه کډوال د یو ښه ژوند لپاره هڅه کوي چې ځانونه پرمختللو اروپايي هیوادونو ته ورسوي.