آرشيف انځور ـ په اسلام آباد کي د UNHCR دفتر دباندي د افغانانو احتجاج / انځور: اي پي اې/سهيل شهزاد
آرشيف انځور ـ په اسلام آباد کي د UNHCR دفتر دباندي د افغانانو احتجاج / انځور: اي پي اې/سهيل شهزاد

شاوخوا ۷۰۰ افغانان چې د طالبانو له ولکې وروسته پاکستان ته تللي له تیرو څو اونیو راهیسې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د ماشومانو لپاره یو نوی جوړ شوي پارک کې خپلې خیمې تړلي. د سیمې خلک له پولیسو غوښتي چې دغه افغانان له یاد تفریحي پارک څخه و باسي.

پاکستانۍ ډان خبري ویب پاڼې نن دوشنبه د جولای په ۱۸ مه راپور ورکړ چې د F-6  په نوم دغه نوی تفریحي پارک اوس د یو شمیر افغانانو لخوا چې ډیری يي هزاره ګان دي په لنډ مهاله کمپ بدلی شوی. دغه افغانان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته پناه وړې او دامهال لویدیځو هیوادونو ته د تګ لپاره په اسلام اباد کې انتظار باسي.

له دې وړاندې دغو افغانانو د نیشنل پریس کلب مخه کې او وروسته بیا د پاکستان پارلمان سره نږدې خپلې خیمې تړلې وې خو د پولیسو لخوا دوې له دغو ځایونو و ایستل شول.

ثریا موسوی چې د هرات ولایت څخه پاکستان ته تللې وايي چې مونږ په عامه پارک کې خپلې شپې سبا کوو او ناامیده او بې سرپناه یو او نه پوهیږو چیرې ولاړ شو؟

نوموړې وویل چې دلته کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو د بشري حقونو ملاتړي، پر مختللي هیوادونه او نور د دوې ستونزو ته رسیدنه نه کوي. نوموړې زیاته کړه:« ایا تاسو فکر کوئ چې مونږ په خپله خوښه دلته ژوند کوو؟ نه .مونږ نه غواړو دلته ژوند وکړو خو مجبوره یو.»

ثریا موسوی وویل چې مونږ د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې او پرمختللو هیوادونو غوښتي چې مونږ ته دې پناه راکړي ځکه مونږ د طالبانو له ویرې نه شو کولای بیرته خپل هیواد ته وګرځو.

نور ولولئ: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د احتجاج لړۍ دوام لري

یو تن بل افغان کډوال باکر احمد وايي:« د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري باید له مونږ سره مرسته وکړي.» نوموړی وايي که پرمختللي هیوادونه د دوې منلو ته چمتو نه دي نو پاکستان باید ورته پناه ورکړي.

د اوبو او تشنابونو کمښت

د دغه کمپ یوه بل اوسیدونکې نجما نوروزي بیا تر خیمو لاندې د ژوند کولو له ستونزو سر ټکوي او وايي چې د تشنابونو د کارولو لپاره باید نږدې جوماتونو ته ولاړ شو. نوموړې زیاته کړه:« حتی مونږ د اوبو له کمښت سره مخ یو. که څه هم ځايي خلکو مونږ ته د اوبو دوه پلاستیکي بلرونه چمتو کړي خو زمونږ لپاره بسنه نه کوي.»

دغلته ځینو نورو کډوالو بیا ویلي چې د دوې کمپ ته نږدې تشنابونه شته خو د کارولو لپاره دوي اړ دي چې پیسې ورکړي. سربیره پردې دوې وايي چې هټیوالو ته د ټیلفون د چارجولو لپاره هم باید پیسې ورکړي.

د کمپ د خالي کولو امر

د ماشومانو دغه پارک په دې وروستیو کې د پلازمینې د پراختیا ادارې ( CDA) لخوا د میلیونونو روپیو په لګښت ترمیم او رغول شوی و خو د ځینو اړوندو ادارو له امله اوس افغان کډوال دغلته خپلې خیمې تړلي. سیمه ایزو خلکو له پولیسو غوښتي چې افغانان باید له دغه ځایه و ایستل شي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی لیاقت خان وايي چې د کډوالو مخالف نه یو خو د ماشومانو په تفریحي پارک کې د دوې د کمپ جوړولو مخالف یو. نوموړي له اړوندو چارواکو او پولیسو غوښتي چې افغانان دې له پارک څخه و شړل شي.

د سیمې یو بل اوسیدونکي شبیر علي د کمپ جوړل د سیمې د خلکو لپاره یو امنیتي ګواښ بولي او وايي:« دغه کمپ باید بل ځای ته ولیږدول شي ځکه پارک د کډوالو له خوا نیول شوی او  د سیمې خلک د لیدو له حقه يي محروم شوي دي.»

د پلازمینې د پراختیا ادارې چارواکي وايي چې له پولیسو او اړوندو ادارو سره به د پارک د خالي کولو ستونزه شریکه کړي. د یادې ادارې مسولین وویل چې ډیر ژر به دغه پارک د عامو خلکو لپاره خالي شي.

 

نورې ليکنې