لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته پناه وړې په پلازمنیه اسلام کې د اعتراض په ډول راټول شوي و او له لویدیځو هیوادونو په ځانګړي ډول له کاناډا څخه يي غوښتنه کوله چې د پناه غوښتنې دوسیو ته يي رسیدنه وکړي.
د بیلابیلو رسنیو دغه خبریالان چې تیره ورځ د جولای په ۱۸ مه په پلازمینه اسلام اباد کې د اعتراض په ډول سره راټول شوي و، په خپله پریکړه لیک کې چې یوه کاپي يي کډوال نیوز ته رسیدلی لیکلي: « مونږ افغان خبریالان چې د مرګ له ویرې پاکستان ته پناه راوړې، له میاشتو راهیسې تر سختو روحي او رواني ستونزو لاندې یو او بې برخلیکه یو.»
معترضین وايي چې مونږ د شاوخوا ۳۵۰ خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو په استازیتوب چې نیمايي يي په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت لاندې په ویره کې شپې سبا کوي، له لویدیځو هیوادونو په ځانګړي ډول کاناډا څخه غواړو چې د پناه غوښتنې دوسیو ته مو په عاجل ډول رسیدنه وشي.
نور ولولئ: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د احتجاج لړۍ دوام لري
دا په داسې حال کې ده چې کاناډا تیره اونۍ اعلان کړی و چې د ۴۰ زرو افغانان پناه غوښتونکو له ډلې د ۱۸ زرو دوسیو ته رسیدنه شوې خو د ټولو افغانانو د منلو او د انتقال توان نه لري.
بل پلو بیا د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تیرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې یو شمیر رسنۍ تړل شوې او خبریالان له ګڼو محدودیتونو او تاوتریخوالو سره مخامخ دي.
د خبریالانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان دا مهال په پلازمینه اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې بهر ته د تلو په نیت شپې او ورځې سبا کوي. له دې وړاندې هم دغو افغانانو څو ځله لاریون کړی و خو د دوې په خبره نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه يي غوښتنو ته پام نه دی کړی.