د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف
د ارزروم د ایستلو مرکز د باندې د افغانانو یوه ډله. انځور: آرشیف

شکور چې د افغانستان د کندز ولایت اوسیدونکی دی د لوی اختر په لومړۍ ورځ له ۳۶۳ نورو افغانانو سره یو ځای له ترکیې څخه په یوه الوتکه کې کابل ته واستول شو. د شکور په څیر هره اونۍ سلګونه افغانان د ترکیې د پولیسو لخوا نیول کیږي او بیرته کابل ته استول کیږي.

له ترکیې څخه د افغانانو ایستل له وړاندې هم ترسره کیده خو د طالبانو له واکمنیدو راهیسې دغه پروسه لا چټکه شوې او هره اونۍ له افغان ځوانانو ډک چارټر الوتکې کابل کې ښکته کیږي.

۱۸ کلن عبدالشکور یو له دغو افغانانو دی چې له شاوخوا یو نیم کال مسافرۍ وروسته په دې وروستیو کې د پولیسو لخوا یوه نیمه میاشت په بند کې و ساتل شو او بیا له سلګونه نورو افغانانو سره یوځای په یو چارتر الوتکه کې د جون په ۹ کابل ته واستول شو.

شکور چې د امهال په کندز ولایت کې اوسیږي او له قاچاقي لارو ترکیې ته تللی و د پولیسو لخوا استانبول َښار ته نږدې په زیتون برنو سیمه کې وروسته له هغه و نیول شو چې له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای له سلماني څخه بیرته د کور لورې ته روان و.

له ترکیې څخه تازه ایستل شوی دغه ځوان په دې اړه کډوال نیوز ته وویل:« له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای له سلماني څخه بیرته د کور خواته روان وو چې ناڅاپه د دریو پولیسو لخوا و درول شو او له مونږ نه يي و پوښتل چې افغانان یاستئ؟ مونږ ځواب ورکړ چې هو. زمونږ یو ملګري د تیښتې هڅه وکړه خو بیرته و نیول شو. زمونږ د دریو واړو لاسونه يي ولچک کړل او مونږ ته يي وویل چې بیرته مو خو شي کوو.»

شکور هغه افغان کډوال دی چې تازه له ترکیې څخه شړل شوی. انځور: شکور
شکور هغه افغان کډوال دی چې تازه له ترکیې څخه شړل شوی. انځور: شکور

شکور وايي چې پولیس له هغه ځایه زندان ته او بیا یوه شپه وروسته د استانبول توزلا سیمه کې يي د کانترونو ترمنځ خوشي کړو چې حتی پوره ډوډۍ يي هم مونږ ته نه راکوله. له هغه ځایه يي په ملي بس کې یوې بلې سیمې ته د بایومتریک او د ګوتو د نښو د اخیستلو لپاره بوتلو.

د ارزروم د اخراج مرکز کې د کډوالو کړاو

ارزروم د ترکیې هغه ښار دی چې د کډوالو د اجباري ایستلو لوی مرکزونه په کې موقعیت لري چې په دغو مرکزونو کې د افغانستان، پاکستان، سوريي او یو شمیر نورو هیوادونو زرګونه کډوال ساتل کیږي او له هغه ځایه بیا بیرته خپلو هیوادونو ته شړل کیږي.

شکور چې افغانستان ته له اخراج وړاندې یوه نیمه میاشت په دغه مرکز کې ساتل کیده وايي چې زرګونه افغانان چې د اخراج امر پرې شوی په دغه کمپ کې ساتل کیږي. نوموړی وویل:« دغلته پر افغانانو ډیر ظلم کیږي او هغه خلک چې نه غواړي بیرته خپل هیواد ته ستون شي له هر ډول امکانات او حتی د څښاک له اوبو هم محرومیږي. مونږ ته په دغه کمپ کې کافي خوراک نه رارسیدل او په دوو اونیو کې یو ځل يي مونږ د کالیو پریمنځلو او حمام لپاره یوازې یو صابون راکول کیده»

شکور سره  د بیرته ستنولو پر مهال د افغانستان د کنسولګرۍ د بیرته ستنیدو یو سند ورکړل شوی چې ظاهرا په کې د راستنیدو دلیل «داوطلبانه» ښودل شوی خو کډوال بیا وايي چې په داوطلبانه نه بلکه په زوره له ترکیې څخه ایستل کیږي.

د شکور هغه سند چې  له ترکیې څخه د ایستلو پر مهال يي ترلاسه کړی. انځور: شکور
د شکور هغه سند چې له ترکیې څخه د ایستلو پر مهال يي ترلاسه کړی. انځور: شکور

شکور په دې اړه وویل:« د ارزروم په مرکز کې کله نا کله د افغانستان د سفیر په نوم یو کس راتلل او مونږ ته به يي ویل چې پر دغه سند لاسلیک و کړئ ترڅو له دغه زندان څخه ازاد شئ.»

شکور اړ کیږي چې دغه سند لاسلیک کړي چې له هغه وروسته بیا دغه افغان ځوان د ارزروم هوايي ډګر ته استول کیږي او بیا له ۳۵۰ نورو افغانانو سره یو ځای په یوه چاتر الوتکه کې د جولای په ۹ مه چې د لوی اختر لومړي ورځ کیږي کابل ته استول کیږي.

نوموړی دا مهال له خپلې کورنۍ سره یو ځای د افغانستان د کندز به ښار کې شپې او ورځې سبا کوي او هیله لري چې بیرته به په قاچاقي لارو ترکیې ته ولاړ شي.

 له ترکیې څخه د افغانانو د اخراج ډیروالۍ

په ترکیه کې د هغو بهرنیو اتباعو پر وړاندې د پولیسو عملیات چټک شوي چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته د ننه شوي. سربیره پر دې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دغه هیواد د افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړې او هره ورځ سلګونه افغانان د ترکیې له بیلابیلو ښارونو څخه په چارتر الوتکو کې کابل ته استول کیږي.

نور ولولئ: ترکیې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۸ زره افغانان شړلي دي

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې یوازې تیره اونۍ ۱۸۹۷ افغانان بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي. همدارنګه د کابل هوايي ډګر یو طالب چارواکي رسنیو ته ویلي چې هره ورځ له کډوالو ډک دوه او حتی درې چارتر الوتکې له ترکیې څخه کابل ته رسیږي.

سربیره پر دې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۳۵ زرو څخه ډیر بهرني اتباع چې ګڼ شمیر يي افغانان دي بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ترکیه کې دا مهال ټولټال له ۴،۸ میلیونو څخه ډیر کډوال چې لنډ مهاله اقامت لري، میشت دي چې ډیره برخه يي سوریایان او بیا په دوهمه درجه کې افغانان دي.

 

نورې ليکنې