د افغانستان د زلزلو له امله اغیزمن شوي خلک. انځور: یونیسف
د افغانستان د زلزلو له امله اغیزمن شوي خلک. انځور: یونیسف

په افغانستان کې د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) راپور ورکړی چې د پکتیا او خوست ولایتونو ۱۳۸ زره زلزله ځپلو خلکو ته بشري مرستې رسیدلي او لاهم په دې برخه کې ۱۱۰ میلیونه ډالره بشري مرستو ته اړتیا ده. د دې ترڅنګ د افغانستان په شمال کې هم زرګونه کورنۍ د جګړو له امله خپل کورونه پریښي.

اوچا د جولای په ۱۸ مه په یوه خبري اعلامیه کې ویلي چې په لومړی ګام کې يي د پکتیا د ګیان او برملو ولسوالۍ او د خوست سپیرې ولسوالۍ په ۱۲۹ کلیو کې د اړمنو کسانو د سروې پایلو وښودله چې ۶۲ زره تنه خلک په دغو سیمو کې د زلزلو له امله اغیزمن شوي چې تر نیمايي ډیر يي له سرپناه پرته په ازاده فضا او یا لنډ مهاله سرپناه کې شپې سبا کوي.

او چا ویلي چې وروسته بیا د سروې دویم پړاو د جولای په ۱۴ مه په برمل، ګیان او سپیره ولسوالیو او کلیو کې پیل شوه چې ګڼ شمیر خلک د بشري مرستو مستحق و پیژندل شو.

د افغانستان په سویل ختیځ کې د جون ۲۲ زلزلې د زرګونه ټپیانو په ګډون له زرو تنو ډیر خلک ووژل او زرګونه کورونه يي ویجاړ او خلک يي بې سرپناه کړل.

اوچا ویلي چې د اغیزمنو کورنیو سروې جریان لري او تر دې مهال د ۱۳۸ زرو تنو سره د بشري مرستو له ډلې ۷۶ زره خلک د خوړو او کرنې ، ۴۳ زره نورو سره د بیړنۍ سرپناه او همدارنګه ۴۹ زرو سره روغتیايي مرستې تر لاسه کړي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې ټولټال ۳۶۲ زره زلزله ځپلي خلکو لپاره ۱۱۰ میلویونه ډالره بشري مرستو ته اړتیا ده چې له دې جملې د جولای تر ۱۴ مې پورې نړیوالو د ۴۴ میلونو مرستو ژمنه کړې.

نور ولولئ: افغانستان کې زلزله: فرانسه مېشتي افغانان وایي چې طالبان زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو توان نه لري

سرپل کې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ

بل پلو بیا د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې هم د جګړو له امله زرګونه خلک خپلو کورنیو پریښودو ته اړ شوي دي.

 ملګري ملتونه په دې اړه ویلي چې د سرپل له بلخاب ولسوالۍ څخه د وروستیو جګړو له کبله ۲۷ زره کسان بیځایه شویدي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نړیوالو مرستندویه هیوادونو لخوا د بلخاب ولسوالۍ ۱۶ زره بېځایه ‌شویو سره مرستې ترسره کیږي.

یوناما په دې اړه لیکلي:« بشردوستانه همکاران په بامیانو کې له ۱۰۰۰۰ او په بلخاب کې له ۶۰۰۰ ډېرو خلکو ته خوراکي توکي، خیمې او نورې مرستې برابروي.»

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې له دغو بې ځایه شویو کورنیو سره لا نورو مرستو ته اړتیا ده.

 

نورې ليکنې