ایراني چارواکو د یک شنبې په ورځ ۱۴۰ ناقانونه پاکستاني کډوال د بلوچستان ایالت د تفتان له لارې بیرته خپل هیواد ته استولي. چارواکي وايي چې دغه پاکستاني کډوال غوښتل چې د ایران له لارې په ناقانونه ډول ځانونه اروپا ته ورسوي.
له سیمې څخه یو پاکستاني چارواکی ډان خبري ویبپاڼې ته ویلي چې دغه پاکستاني کډوال له ایران سره پر پوله د چاغي ولسوالۍ د راهداري سرحدي سیمې له لارې د پاکستان سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
چارواکي وايي چې د ایستل شویو کډوالو له ډلې، ۸۸ تنه يي د پنجاب، ۲۴ تنه يي د سند، ۲۱ تنه يي د خیبر پښتونخوا، ۴ تنه يي د بلوچستان او درې نور يي د کشمیر اوسیدونکي دي.
د دې ترڅنګ ۲۲ نور ناقانونه کډوال چې د هویت رسمي اسناد يي نه درلود، له شړلو وروسته بیرته د پاکستاني چارواکو لخوا ایران ته استول شوي دي.
نور ولولئ: ایراني ځواکونو له پاکستان سره پوله زرګونه ناقانونه کډوال نیولي
د پاکستان د بلوچستان له لارې ګن شمیر افغانان او پاکستانیان هڅه کوي تر څو په قاچاقي لارو ایران او بیا له هغه ځایه ترکیې او اوروپايي هیوادونو ته ځانونه ورسوي چې کله ناکله دغه کډوال د ایراني چارواکو له لورې له نیولو وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي.
له ایران سره پر پوله نیمروز ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي ویلي چې یوازې تیره اونۍ له ۷۰۰ څخه ډیر افغانان د ایران له خاورې بیرته ایستل شوي دي.