د بلجیم پولیس. انځور: آرشیف
د بلجیم پولیس. انځور: آرشیف

بلجیم کې یوې څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو یوه پنځه کسیزه ډله يي د انساني قاچاق په تور زندانی کړی. پر دغې ډلې شک دی چې نور افغان او پاکستاني کډوال يي دې ته مجبورول تر څو د خپل سفر د لګښتونو لپاره د نشه يي توکو د قاچاق کار وبار وکړي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د سه شنبې په سهار د بلجیم په شمال انټورپ، لیر او لمل ښارونو کې د پولیسو په عملیاتو کې شپږ کسان و نیول شول چې یو تن يي د قاضي پر وړاندې له حاضریدو وروسته خوشې او پنځه تنه نور په بند محکوم شول.

د انټورپ ښار څارنوالۍ ویلي چې دغه پنځه تنه ټول افغانان دي چې د ۲۰ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري او کډوال يي په ناقانونه ډول د ځمکې او اوبو له لارې اروپا ته لیږدول.

نور ولولئ: د اروپا پنځو هېوادونو کې د قاچاق وړونکو یوه ډله له منځه وړل شوې ده

د هغو افغان او پاکستاني کډوالو شمیر لا نه دی روښانه چې د انساني قاچاقچیانو ښکار ګرځیدلي و.

څارنوالۍ ویلي چې دغه افغان او پاکستان کډوال د سفر د پورونو د پرې کولو لپاره اړ ایستل شوي و چې مخدره توکي و پلوري او نورې غیر قانوني کړنې تر سره کړي.

د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د قاچاقچیانو دغه شکمنه ډله له کډوالو سره د اړیکې لپاره د TikTok له شبکې څخه ګټه پورته کوله.

 

نورې ليکنې