د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي په نړيواله توګه ګڼ شمير له خپل هيواد څخه دباندي کار کوونکي کارګر په کوربه هيوادونو کي په کافي اندازه طبي مراقبت نه ويني.
د روغتيا نړيوال سازمان د نور نفوس په پرتله د کډوالو کارګرو لپاره صحي آسانتياوي خرابي بللي دي. نوموړي سازمان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۰مه) په ژينيف کي يو راپور خپور کړ. په راپور کي راغلي چي له ناکافي او خراب روغتيايي مراقبت څخه په مليونونو مهاجر او کډوال کارګر اغېزمن دي. د راپور له مخي په زياته په هغو هيوادونو کي د مېلمه کارګرو روغتيايي مراقبت ډېر خراب دی، چيري چي عموما د ژوند او کار معيارونه ټيټ دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مشر تېتروس ادهانوم غېبريوسوس ويلي دي چي مهاجر او کډوال مخ په وړاندي په ټولنو کي تر ټولو تر ګواښ لاندي او لاچاره ډلې پاته دي. د هغه په وينا په نړيواله توګه په تګ راتګ کي د زياتېدو له کبله هم بايد يادو ننګونو ته جوابونه وموندل سي. دا لومړی ځل دی چي د ملګرو ملتونو لپاره کار کوونکی د روغتيا نړيوال سازمان «په نړيواله توګه د مهاجرو او کډوالو د روغتيا په تړاو راپور» خپروي. په دغه راپور کي د ارزونو په ترڅ کي تر ۱۷ مليونو څخه زياتو کسانو معلومات ارزيابي سوي دي چي د نړۍ په بيلو هيوادونو کي اوسيږي.
په راپور کي راغلي دي چي په نړيواله توګه ۱۶۹ مليونه مېلمه کارګر په داسي کارځايونو کي بوخت دي چيري چي هغوی د ځايي خلکو په پرتله د حوادثو، ژوبل کېدنې او روغتيايي زياتو ګواښونو سره مخامخ دي. زياته سوې چي دغه کارګر اکثرا د روغتيا پالنې له کمو خدماتو څخه برخمن دي او ورته لاسرسی يې محدود دی. په راپور کي نيوکه سوې ده چي د مهاجرت سره تړلو احصاييو کي د مهاجرو د روغتيا په تړاو معلومات زياتره وختونه له پاره غورځول سوي وي. ويل سوي چي له همدې کبله د مهاجرو او کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د پروګرامونو په پلان جوړونه کي خنډونه موجود وي. په راپور کي پر دې هم نيوکه سوېده چي ګواکي د معذور او معلولو انسانانو په هکله په کافي اندازه روغتيايي معلومات نه راټوليږي.
آ./ا.ا.