آرشيف انځور ـ په لبنان کي د سوريايانو مهاجر کمپ
آرشيف انځور ـ په لبنان کي د سوريايانو مهاجر کمپ

لبنان غواړي چي شاوخوا يو مليون نور سوريايان بیرته خپل هیواد ته واستوي ځکه چې د دغه هیواد په باور سوریه اوس د دوې لپاره یو خوندی ځای دی. سوریايي مهاجر او ملګري ملتونه بیا دغه هیواد خوندي نه بولي.

ام جواد چي دېرش کلنه ده، په ۲۰۱۱ کال له سوريې څخه لبنان ته مهاجره شوه. دا هغه وخت چي د هغې پلرنی ښار حمص د بشارالاسد د ځواکونو له خوا محاصره ؤ. هغه وتوانېده چي خپل ژوند وژغوري او په لبنان کي د خراب اقتصادي وضعيت باوجوده هلته ژوند تېر کړي. دا په داسي حال کي چي په لبنان کي ورځ تر بلې د مهاجرو په وړاندي دريځ د سختېدو په حال کي پاته شوی دی. 

اوس لبنان غواړي چي ام جواد او يو مليون نور سوريايان و خپل هيواد سوريې ته ولېږي. لبنان ادعا کوي چي ځکه غواړي سوريايي مهاجر خپل هيواد ته ولېږي، ولي چي په وينا هلته اوس وضعه سمه او سوريه محفوظ ځای دی. خو ام جواد و خپل هيواد ته له بېرته لېږدول کېدو څخه ډېره ډاريږي. هغه وايي چي په لبنان کي ژوند کول سخت دي، خو که خپل هيواد سوريې ته ولېږل شي، نو به ورته فاجعه وي.

ام جواد د خپل مېړه او دوو ماشومانو سره ژوند کوي چي يو ماشوم د يولسو او بل ماشوم د شپږو کالونو عمر لري. هغه پر دې غور کوي چي و سوريې ته د لېږدول کېدني مخکي اروپا ته د مهاجرت کومه لاره پيدا کړي. هغه هيله لري چي په اروپا کي به د اقتصاد په خپل تحصيلي سند کار پيدا کړي او اولادونه به يې ښوونځيو ته ولاړ شي. دغه مېرمنه هيله لري چي د ايپيلپسي د ناروغۍ درمنله به يې هم وشي. ام جواد وايي چي په اروپا کي د خلکو ژوند بهتر دی. 

په لبنان کي د تاريخ يو له تر ټولو خراب جاري اقتصادي بحران له کبله نه يوازي هلته اوسېدونکي سوريايي مهاجر، بلکه پخپله زيات لبنانيان هم اروپا ته د مهاجرت کولو پر خبره غور کوي. د مهاجرت دغه لاره عموما سمندر له لاري او له ګواښونو ډکه وي.

د لبنان حکومت اعلان کړی دی چي هره مياشت به پنځلس زره سوريايي مهاجر و سوريې ته اخراج کوي. دا په داسي حال کي چي په اروپا کي په مليونونو اوکرايني مهاجر د ځای پر ځای کېدو په تلاښ کي دي. له اوکراين څخه د انسانانو د تېښتي او اروپا ته د مهاجرت لړۍ لا ادامه لري.

د لبنان سمندري پوځ او امنيتي چارواکي هره اونۍ له داسو پيښو خبر ورکوي چي په ترڅ کي يې د سمندر له لاري و اروپا ته د مهاجرت هڅه کيږي.

ام جواد په لبنان کي د سوريې سره په ختيځ سرحد کي د سوريايانو په مهاجر کمپ کي ژوند کوي. په لبنان کي د اقتصادي بحران له کبله زيات سوريايي مهاجر لا زیات تر فشار لاندي راغلي دي. هغوی کارونه نه لري او زيات يې د ورځني خوراکو ترلاسه کولو لپاره قرضداره شوي هم دي. 

لبنان چي پنځه مليون نفوس لري، وايي چي نور نسي کولای چي تر يو مليون څخه زيات سوريايي مهاجر وساتي. دغه هيواد غواړي چي سوريايي مهاجر سوريې ته ولېږي. دا د هغه باوجوده چي د بشر د حقونو ډلې او ملګري ملتونه د دغه پلان سره مخالفت کوي.

په لبنان کي له زيات وخت راهيسي اراده موجوده وه چي سوريايي مهاجر خپل هيواد ته ولېږدول شي. خو دا لومړی ځل دی چي ورته يو بشپړ پلان اعلانيږي. لبناني چارواکي وايي چي په سوريه کي داسي سيمي شته دي چيري چي ژوند کول خوندي دی. 

و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته هغه سند رسېدلی دی چي سوريايي چارواکو و لبناني چارواکو ته لېږدلی دی. په دغه سند کي تضمين شوی دی چي سوريه به بېرته ورتلونکو مهاجرو ته تذکرې، د زېږېدنې سندونه، ټولنيز خدمات، موقتي د اوسېدني ځايونه او بنيادي جوړښتونه مهيا کوي. سوريايي چارواکو په ياد سند کي ويلي دي چي بېرته سوريې ته ستنېدونکي مهاجر به د ولسمشر بشارالاسد له عمومي عفوي څخه برخمن وي. 

په رشتيا هم د سوريې حکومت کوښښ کړی دی چي زيانمني شوي سيمي بېرته آبادي کړي. خو دغه هيواد پخپله د ۲۰۱۱ کال راهيسي د ورباندي لګول سوو بنديزونو له کبله د اقتصادي بحران سره مخامخ دی. 

زيات سوريايي مهاجر بېره لري چي که بېرته خپل هيواد ته ولېږدول شي نو امنيتي ادارې چي په ظلم او شکنجه تورنې دي، دوی ته ګواښونه جوړ کړي.

ام جواد اندېښنه لري چي که بېرته خپل هيواد ته ستانه کړل شي نو مېړه به يې عسکرۍ ته په اجباري توګه وبلل سي. 

زيات لبنانيان هيله لري چي که سوريايي مهاجر بېرته خپل هيواد ته ستانه کړل شي، نو به د لبنان اقتصاد هم بېرته پر پښو ودرېدلای شي. په لبنان کي له ځايي څلورو کسانو څخه درې يې په غربت او بې وزلۍ کي ژوند کوي.

په عيني حال کي د لبنانيانو او سوريايي مهاجرو تر منځ د تاوتريخوالي او تشنج پيښي زياتي شوي دي. د المحمد په نوم سوريايي مهاجر وايي چي زيات وختونه لبنانيانو ته د ډوډۍ په رسد کي آساني وي خو غیر لبنانيان بايد د ډوډۍ اخيستلو لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار وکړي. 

د لبنان وزيرانو په نژدې مياشتو کي وړانديز کړی چي UNHCR اداره دي د سوريې سره مرستي وکړي چي په ترڅ کي يې د مهاجرو بېرته ورتګ آسانه او ممکن شي.

خو د بشري حقونو ډلې، ملګري ملتونه، د امريکا متحده ايالات او اروپا په دې نظر دي چي سوريه لا خوندي ځای نه دی. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې