د بریتانیا د پارلمان یو غړی ویلي چې یو ۱۱ کلن افغان ماشوم له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره په غلطۍ سره د بریتانیا پر ځای فرانسې ته لیږدول شوی. د پارلمان د محافظه کار ګوند غړي په دې اړه پر حکومت سخته نیوکه کړې.
ډیلي میل خبري ویبپاڼې د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند غړی باب بلیکمن چې پارلمان ته يي وینا کوله وویل:« مونږ د یو ۱۱ کلن هلک قضیه لرو چې له بده مرغه د بریتانیا پر ځای فرانسې ته په الوتکه کې اچول شوی و. هغه لاهم په فرانسه کې دی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی نه دی.»
نوموړی له دې امله د کورنیو چارو پر وزارت سخته نیوکه کړې او ویلي يي دي چې بیروکراسي اوج ته رسیدلې او او باید دا ستونزه حل کړو. باب بلیکمن وايي :« دغه حالت باید بدلون و مومي.»
نوموړی د پاسپورټ د غوښتنلیکونو په تړاو وویل چې داسې پیښې هم شته چې حتی خلک چې په لومړیتوب کې و او پیسې يي تحویل کړي خو په وخت سره ورته خدمات نه دي رسیدلي. هغه وايي چې دا په دې ډول مخکې نه شي تللای.
د پارلمان دغه غړي بیا د پناه غوښتوکو په تړاو په خپلو خبرو کې وویل چې لاهم ۱۲ زره افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې بریتانیا ته رسیدلي په هوټلونو کې بند پاتي دي.
نور ولولئ: لاهم ۱۲۰۰۰ افغان کډوال د لندن په هوټلونو کې بتد پاتي دي
د بریتانیا د پارلمانی یو بل غړی ویلي چې پارلمان به د وکیلانو لخوا راپورته شوي ټولې ستونزې او غوښتنې د کورنیو چارو وزارت سره شریک کړي.