د شنبې ورځې راهیسې له زرو ډیر کډوال چې ایټالیا ته يي د ننوتلو هڅه کوله د څو کښتیو په وسیله له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي. چارواکي ویلي چې د ژغورل شویو له ډلې يي د ۵ تنو مړي هم موندلي دي.
د ژغورل شویو له ډلې له نیمايي څخه ډیر يي د کب نیولو په کښتۍ کې سپاره وو او د شنبې په ورځ د جولای په ۲۳ مه د کالابریا په سواحلو کې د ایټالیا د سمندري ځواکونو لخوا ژغورل شوي دي.
د ایټالیا د سمندري ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي:« په ټولیز ډول ۶۷۴ تنه ژغورل شوي چې ځینې يي په مستقیم ډول له اوبو څخه ایستل شوي دي.»
په ژغورل شویو کسانو کې ۵ تنه يي خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتي نور د ایټالیا د پوځي بیړیو لخوا د دغه هیواد په جنوب کې د کالابریا او سیسیلي سیمې بندرونو ته لیږدول شوي دي.
د سیسلي سیمې مشر نلو موسومچي د دغې غمیزې په اړه ویلي:« د مدیترانې سمندر د ناچاره خلکو لپاره په یوه هدیره بدله شوې»
په یو بل عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹۵ نور کډوال د اوشین وایکینګ بشردوستانه کښتۍ په وسیله د لیبیا سواحلو سره له نړیوالو اوبو څخه ژغورل شوي دي.
نور ولولئ: د لیبیا په سواحلو کې د کښتۍ ډوبیدو له امله ۶ کډوال مړه او لسګونه نور لادرکه دي
سربیر پر دې د شنبې په ورځ مرستندویان د « سي واچ ۳ » په کښتۍ کې ۴۴۴ تنه د قاچاق وړونکو له کښتیو و ژغورل.
په مدیترانه کې د کډوالو د څپو ډیریدل
دا مهال د هوا د ښه کیدو له امله ګڼ شمیر خلک هڅه کوي چې په کښتیو کې د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي چې ورسره په ایټالیا کې د کډوالو شمیر د تیر په پرتله څلور برابره ډیر شوی.
په دغه اونۍ کې د تونس او لیبیا له سواحلو څخه د ایټالیا جنوب لامپدوسا ته د کډوالو ډیرې څپې ور روانې دي. په ټولیز ډول د پاکستان، سوډان، اتوپیا او سوماليي ۵۲۲ کډوال د شنبې او یک شنبې په ورځ د ۱۵ کښتیو له لارې دغې سیمې ته ځانونه رسولي دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل راهیسې له ۳۴ زرو څخه ډیر کډوال د سمندر له لارې ایټالیا ته اووښتي چې دا د تیر کال په پرتله څو برابره ډیروالی ښيي.