د سویډن د کډوالۍ اداره. انځور: سویډن راډیو
د سویډن د کډوالۍ اداره. انځور: سویډن راډیو

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په سویډن کې له دوه زرو څخه د ډیرو هغو افغانانو پر دوسیو له سره کتنه وشوه چې د اخراج له ګواښ سره مخامخ وو. له دې سره اوس یو ځل بیا د سلګونه تنو د پناه غوښتنه رد شوه. یو شمیر دغه افغانان خپل هیواد ته د بیرته شړلو په اړه سخت اندیښمن دي.

په دې وروستیو کې د سویډن د کډوالۍ ادارې پریکړه کړې وه چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته هغه افغانان چې په سویډن کې يي د پناه غوښتنه رد شوې وې او په پټه وخت تیروي، کولای شي پر خپلو دوسیو له سره د کتنې غوښتنه وکړي. له دې سره یو ځل بیا د ۸۶۸ افغانانو د پناه غوښتنې رد شوې.

د سویډن دولتي راډیو تیره ورځ دوشنبه د جولای په ۲۵ په دې اړه وویل:« د دغه هیواد د کډوالۍ ادارې لخوا د افغانانو پر ۲۲۱۴ دوسیو له سره کتنه و شوه چې په پایله کې د ۱۴۲ ښځو او ماشومانو په ګډون د ۸۶۸ تنو د پناه غوښتنې یو ځل بیا رد شوې خو ۳۶۳ تنو بیا د اقامت جواز تر لاسه کړ»

د اخراج په اړه د افغانانو اندیښنې

یو شمیر افغانان چې په سویډن کې يي د پناه غوښتنه نه ده منل شوې او دا مهال بیرته افغانستان ته د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي وايي چې د خپل راتلونکي په اړه سخت اندیښمن دي.

*نعیم یو له هغو افغانانو دی چې اوه کاله کیږي په سویډن کې او سیږي. دغه افغان پناه غوښتونکی ځکه اندیښمن دی چې له سویډن څخه د ایستلو امر پرې شوی او دا مهال له پولیسو پټ ګرځي. *نعیم په دې اړه وايي: « ډیر زیات اندیښمن یم چې زمونږ راتلونکی به څه کیږي.»

*اکمل بل افغان دی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په سویډن کې يي پر خپلې دوسیې له سره د کتنې غوښتنه وکړه خو بیا هم د پناه غوښتنه يي رد شوه. *اکمل په دې اړه وايي:« ټولې ستونزې او نوې رامنځ ته شوې ستونزې مې وویلي خو هغه څه چې ما ویلي و د کډوالۍ ادارې لخوا په نظر کې نه دی نیول شوی. زمونږ هیواد کې شرایط ښه نه دي چې مونږ و شو کولای بیرته وګرځو.»

چارواکي وايي چې افغانستان کې جګړه او وسله واله نښته کمه شوې

سویډن کې چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی، جګړه او د خلکو وژنه کمه شوې خو دوې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت او د ښځو د حقونو پر محدودیتونو ټینګار کوي.

د سویډن د کډوالۍ ادارې له حقوقي برخې څخه آنا لیند بلاد سویډن راډیو ته په دې اړه وویل:« مونږ هره قضیه په انفرادي ډول بررسي کوو. وسله واله نښته او جګړه کمه شوې. همدارنګه د غیر نظامیانو د وژلو کچه هم ټیټه شوې. د همدغو تاوتریخوالو له امله ګڼو خلکو ته پناه ورکول کیده خو نور وضعیت داسې نه دی.»

نوموړې د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه وايي چې ښځې په افغانستان کې په هغه ډله کې راځي چې ژوند يي له خطر سره مخامخ دی خو استثنا وجود لري. په دې برخه کې د ټولو دوسیې په انفردي ډول څیړل کیږي او هره ښځه نه شي کولای د پناه غوښتنې مستحق و پیژندل شي.

د سویډن د کډوالۍ ادارې د شمیرو له مخې شاوخوا ۷۰۰۰ افغان پناه غوښتنونکي د اخراج امر ترلاسه کړی.


نعیم او اکمل: مستعار نومونه


 

نورې ليکنې