پاریس کې د Halte humanitaire دفتر. انځور:Halte humanitaire
پاریس کې د Halte humanitaire دفتر. انځور:Halte humanitaire

د فرانسې په شمال او پاریس ښار کې یو شمیر انجمنونه په روان اوړي کې د کډوالو لپاره کلتوري، ورزشي، چکر او نور داسې وړیا پروګرامونه جوړوي تر څو کډوال ترې خوند واخلي او خپل وخت ښه تیر کړي. کډوال نیوز د دغو فعالیتو لیست ترتیب کړی.

ورزشي فعالیتونه

په پاریس کې د کابوبو (Kabubu) انجمن یو له هغو ده چې د ورزش له لارې په ټولنه کې د کډوالو له ټولنیز ادغام سره مرسته کوي. دغه انجمن هره اونۍ د کډوالو، پناه غوښتونکو، بې تابعته وګړو او د سیمې خلکو لپاره فوټبال، باسکیټبال، هینډبال، سوک وهنه، لامبو وهل، یوګا او نور ورزشي فعالیتونه وړاندې کوي. یاد انجمن همدارنګه د خلکو ترمنځ د پیژندګلوي فرصت هم برابروي.

د دغو پروګرامونو لیست او وختونه په لاندې تصویر کې شته او د ټولو لپاره وړیا خو نوم لیکنه په کې حتمي ده:

د نوم لیکنې ایمیل: info@kabubu.fr

پاریس کې د کابوبو انجمن فعالیتونه
پاریس کې د کابوبو انجمن فعالیتونه


 په پاریس کې د کډوالو د کور (la Maison des réfugiés) د کډوالو لپاره لاندې ورزشي فعالیتونه وړاندې کوي:

بشپړ نڅا: هره پنجشنبه له ۱۲ بجو نه تر یوې بجې

تیکواندو: هره پنجشنبه د مازیګر له ۵ بجو نه تر ۷ بجو

بوکس: هره جمعه له ۲:۳۰ نه تر ۴ بجو.

آدرس: 50 Bd Jourdan, 75014 Paris

 

 پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱
پاریس کې د هالت انجمن دفتر چې کډوالو ته خدمات وړاندې کوي. انځور: کډوال نیوز/حفیظ احمد میاخیل. اکتوبر ۲۰۲۱


د نوښتو د رامنځ ته کولو ورکشاپونه

په پاریس کې، د هالت هیومانیتیغ (Halte humanitaire ) انجمن د یو شمیر نورو کلتوري انجمونونو په مرسته کډوالو لپاره د اګست په میاشت کې د نقاشۍ، مجسمې او رسامۍ لاندې ورکشاپونه وړاندې کوي:

نقاشي: د اګست په ۱۶، ۱۷، ۱۸ او ۱۹ د سهار له ۱۰ بجو نه تر ۱۱:۳۰ بجو

خټینه مجسمه: د اګست ۲۳، ۲۴ او ۲۵، د سهار له ۱۰ بجو نه تر ۱۱:۳۰ بجو

رسم: هره پنجشنبه د ماسپښین له ۲ بجو نه تر ۳:۳۰ بجو

آدرس: Halte humanitaire, 2 rue Perrault, 75001 Paris

په یاد مو وي چې د یاد انجمن فعالیتونه په اوړي کې کم شوي خو د کال تر پایه دغلته د کلتوري او هنري فعالتونو ډیر فرصتونه شته.

د پاریس په یوه کتاب خانه کې یو کډوال د مطالعې پر مهال. انځور: ارشیف. کډوال نیوز
د پاریس په یوه کتاب خانه کې یو کډوال د مطالعې پر مهال. انځور: ارشیف. کډوال نیوز


د la Maison des réfugiés انجمن هم د اوړي لپاره لاندې ورکشاپونه وړاندې کوي:

د رسامي په مرسته د ژبې زده کول: هره دوشنبه، د ماسپښین له ۲:۳۰ بجو نه تر ۴:۳۰ بجو

ګلدوزي: هره سه شنبه، د ماسپښین له ۳ بجو نه تر ۶ بجو پورې.

سرامیک ( د خټینو توکو جوړول): هره چهارشنبه، د ماسپښین له ۳ بجو نه تر ۵ بجو پورې

د ژبې ګرافیکي هنر( نقاشي، رسامي ...): هره پنجشنبه له ۲:۳۰ نه تر ۶ بجو پورې

د موسیقۍ ورکشاپونه: هره شنبه، د ماسپښین له ۳ بجو نه تر ۵ بجو

د لاسي ګنډلو درې ورکشاپونه هم د دوشنبې په ورځو د اګست په ۱، ۸ او ۱۵ تاریخ د ماسپښین له ۲ بجو نه تر ۵ بجو پورې جوړیږي.د نوم لیکنې لپاره يي له دغه ایمیل maisondesrefugies@emmaus.asso.fr سره اړیکه و نیسئ.


د لوبې مینه والو لپاره هر ماسپښین له غرمې وروسته د CEDRE انجمن د Secours Catholique په څانګه کې چې د پاریس په شمال شرق کې موقعیت لري ځینې ورزشي فعالیتونه جوړیږي. پینګ پانګ لوبه، د تختې پر سر فوټبال او نور بیلابیل ګیمونه په دغو لوبو کې شامل دي.

د CEDRE انجمن فعالیتونه په اوړي کې هم جریان لري خو یوازې د اګست د دویمې او دریمې اونۍ په جریان کې بند وي.

 

 د CEDREدفتر کې د کډوالو لپاره بیلابیل فعالیتونه
د CEDREدفتر کې د کډوالو لپاره بیلابیل فعالیتونه


د کم عمره کډوالو لپاره

د les Midis du Mie انجمن د زیرسن کډوالو لپاره د اوړي په موده کې د چکر او د مختلفو ځایونو څخه د لیدو لکه د موزیم، د لامبو حوض ته تګ او پاریس ساحل ته د چکر فرصت برابروي. دغه انجمن همدارنګه په اوړي کې د Jablines-Annet تفریحي مرکز ته چې پاریس ته نږدې موقعیت لري د یو ښه چکر فرصت برابروي. د دغه چکر نیټه لا مشخصه شوې نه ده. د ټولو معلوماتو لپاره د یاد انجمن فیس بوک پاڼه و څارئ.

فیس بوک: Les Midis du Mie

که چیرې تاسو د پلان شوي چکر څخه خبر نه یاست نو د د دوې سفر تل د Pali-Kao پارک له پارک نه د غرمې د ډوډۍ له ویش وروسته پیلیږي. دغه پارک په ۲۰ ام پاریس کې د Couronnes میترو سټیشن سره دی او تاسو کولای شئ په چکر کې د برخه اخیستلو لپاره دغې سیمې ته سر ور ښکاره کړئ.


د Soul Food په نوم انجمن چې د ۱۴ او ۲۲ کلونو ترمنځ کډوالو او پناه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي، د یکشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه، په La Régulière ( آدرس: 48 rue Myrha, 75018 Paris) کې یو پروګرام جوړوي. په دغه پروګرام کې کلتوري ورکشاپونه او په وړیا ډول ډوډۍ هم شته او هر څوک کولای شي چې په کې برخه واخلي.

د Soul Food انجمن د راتلونکي کلتوري سفرونو څخه د ځان د خبرولو لپاره کولای شئ د انجمن د بریښنالیک سره اړیکه و نیسئ او یا د انسټاګرام @soulfoodparis صفحه يي و څارئ.

 

کالې کې د کډوالو لپاره هنري فعالیتونه. انځور:  David Perriers pour Mosaïc
کالې کې د کډوالو لپاره هنري فعالیتونه. انځور: David Perriers pour Mosaïc


د زیر سن کډوالو لپاره

د فرانسې په شمال Grande-Synthe سره Project Play انجمن له ۱۸ کلونو د ټیټ عمر کډوالو لپاره چې د کالې او ډنکرک په کمپونو کې میشت دي ګڼ شمیر ورزشي او کلتوري فعالیتونه وړاندې کوي. په دغو فعالیتونو کې د تختې پر مخ بیلابیلې لوبې، نقاشي، ګیمونه، د زیوراتو جوړول او نورو نوښتونه شامل دي.

د یاد انجمن غړې لارا وايي :« د دغو فعالیتونه موخه د کم عمره ماشومانو خوشحاله ساتل ، پر ځان باور او پر خپلو وړتیاوو پوهیدل دي.» لارا وايي چې مونږ د بیلابیلو کلتورونو، او ژبو خلکو ته په دغو فعالیتونو کې د برخه اخیستلو لپاره ښه راغلاست وایو.

دغه فعالیتونه هره ورځ له شنبې پرته د ماسپښین له ۲ بجو نه تر ۵ بجو پورې د Loon-Plage په سیمه کې چې د کډوالو عمده ځای دی، جوړیږی. د ادرس د موندلو لپاره دلته کلیک کړئ.

د میرمنو لپاره د Secours Catholique de Calais انجمن لخوا د ګیمونو دورې هره دوشنبه او پنجشنبه له غرمې وروسته له ۲ بجو څخه تر ۵ بجو پورې ځانګړې شوې. د ادرس د موندلو لپاره دلته کلیک کړئ.

 

 

نورې ليکنې