د آلمان خبري آژانس لیکلي چې په دې وروستیو کې د آلمان په برلین ښار کې د مهاجرو شمیر په بې سارې توګه لوړ شوی. په دغه ښار کې مهاجرو ته ځانګړي شوي ځایونه مخ پر خلاصیدو دي او نویو مهاجرو لپاره ډیر کم ځایونه خالي پاتي. ویل کیږي چې ګڼ شمیر اوکرایني مهاجر هم دغه ښار ته پناه وړې.

په برلين کي د ادغام سناتوري او د کين ګوند سياستوالي کاتيا کيپينګ د چهارشنبې په ورځ د روان کال د جولای په ۲۷ مه، د آلمان خبري آژانس ته وويل چي برلين اوس د بېړني پلان پر عملي کولو غور کوي. په وينا يې داسي پلان شته چي د نورو اقداماتو تر څنګ د ۹۰۰ کسانو لپاره ځای لرونکې يوه لويه کيږدۍ د مهاجرو په مخ پرانستل شي. دغه کيږدۍ تر اوسه پوري د تېګل په نوم ځای کي د اوکرايني مهاجرو لپاره په خالي ولاړه وه..
د يادي سناتوري په وينا د دې تر څنګ پر دې هم غور کيږي چي په هوټلونو کي د نوو راتلونکو مهاجرو لپاره خوني په کرايه ونيول شي. د نورو کيږديو پر درولو هم غور روان دی.
کيپينګ ويلي دي چي برلين د څو وخت راهيسي په پرتليزه توګه د زیاتو مهاجرو کوربه شوی دی. دا ځکه چي «تقريبا د آلمان نور ټول ايالتونه د نوو راتلونکو مهاجرو د وېش له نظام څخه دباندي وتلي دي». د هغې په وينا په نورو ايالتونو کي تقريبا د لومړي ځل لپاره د پناه پر غوښتنه بنديز لګول شوی دی. هغې زياته کړېده چي نور ايالتونه استدلال کوي چي زيات شمېر د اوکراين مهاجر ورته راغلي دي چي د پناه غوښتنې ته اړ نه دي. په وينا يې ځکه نو پر برلين زيات فشار دی.
آ./ا.ا.