له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز، انتونیو پارینلو
له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز، انتونیو پارینلو

د افغانانو یوه ډله د دوشنبې په ورځ د یو بشري دهلیز له لارې چې د ایټالیا حکومت او نړیوالو خیریه بنسټونو لخوا تنظیم شوی و، روم ښار ته ورسید.

واشنګټن پوست لیکلي چې د دغه بشر دوستانه د هلیز له لارې په لومړۍ الوتکه کې ۹ افغانان له ایران څخه ایټالیا ته واستول شو او همدارنګه ټاکل شوې چې نن چهارشنبه ۲۰۰ نور افغانان د پاکستان له اسلام اباد او بیا له هغه وروسته دریمه ډله له تهران څخه ایټالیا ته واستول شي.

له دې وړاندې د ایټالیا حکومت اعلان کړی و چې شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان چې له دوې سره يي په افغانستان کې کار کړی وي او یا ژوند يي په خپل هیواد کې په خطر کې وي د بشردوستانه دهلیز له لارې به له پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو څخه ایټالیا ته واستول شي.

دغه بشر دوستانه دهلیز د نومبر په ۴ مه د ایټالیا د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو، یو شمیر مذهبي او د کلیساګانو د ټولنو، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او بشردوستانه سازمانونو په همکارۍ پرانیستل شو او د دوو کلونو لپاره به دوام وکړي.

د دغه پروګرام له لارې لومړنۍ ډله چې ۱۲ تنه افغانان په کې شامل و، تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ایټالیا ته ورسیدل.

نور ولولئ: د افغانانو لومړنۍ ډله د بشري دهلیز له لارې ایټالیا ته ورسیدل

له قاچاقي لارو د افغانانو ډیریدل

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له قاچاقي لارو د افغان کډوالو په شمیر کې ډیروالی راغلی او له ۳۰۰۰ څخه ډیر افغانان په روان کال کې د سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د نورو هیوادونو د وګړو په پرتله روان کال کې تر ټولو ډیر افغانان د اروپا سواحلو ته رسیدلي دي چې شمیر يي ټولټال ۸۱۰۰ تنه کیږي.

همدارنګه د اروپايي ټولنې د احصايي دفتر یا یوروستایت هم خبر ورکړی چې په اروپا کې تر ټولو ډیر افغانان د پناه غوښتنه ثبت کړې. د دغې ادارې په وینا د روان کال په اپریل میاشت کې ۷۲۵۵ افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې له افغانانو وروسته بیا سوریایان په دوهمه ډله کې راځي چې شمیر يي ۶۴۸۵ تنه کیږي.

 

نورې ليکنې