د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري (یو ان اچ سی ار) اعلان کړی چې له پاکستان او ایران څخه پر شرایط برابر د بیرته ستنیدونکو افغانانو سره يي د نغدي مرستو اندازه د کس په سره ۳۷۵ امریکايي ډالرو ته لوړه کړې. یادې ادارې ویلي چې په خپله خوښه د افغانانو د بیرته ستنیدو پرورګرام د اګست له میاشتې پیلیږي.
د افغان کډوالو لپاره «د خپلې خوښي بیرته ستنیدو پروګرام» له لارې له دې وړاندې له هر کس سره د ستنیدو پر مهال ۲۵۰ امریکايي ډالره مرسته کیده. البته دغه مرستې یوازې هغو ستنیدونکو سره کیږي چې د «یو ان اچ سی ار» کارډونه ولري.
په پاکستان کې د کډوالو ادارې عالي کمیشنري نن چهارشنبه په دې اړه په یوه بیانیه کې لیکلي:« هغه ستنیدونکي افغانان چې په پاکستان او ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري لخوا ورته د داوطلبانه ستنیدو فورم يي ترلاسه کړی وي، د ۳۷۵ امریکايي ډالرو د لاسته راوړلو مستحق پیژندل کیږي.»

نور ولولئ: له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو سره نغدي مرستې ډیرې شوي
له بیرته ستنیدونکو افغانانو سره د مرستې د ډیرو لامل، په کوربه هیواد او افغانستان کې د ټرانسپورټ د لګښتونو ډیریدل او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو ډیریدل بلل شوي دي.
یو ان اچ سي ار ویلي چې د افغانانو بیرته ستنیدنه د دوې په رضایت ترسره کیږي او دغه مرستې د ټرانسپورټ د لګښت او د بیا میشتیدنې په موخه ترسره ورکول کیږي.
بل پلو بیا په پاکستان کې میشت افغان کډوال له دې وړاندې کډوال نیوز ته ویلي و چې د بیرته ستنیدو پر مهال دغه نغدي مرستې نه شي کولای د دوې ستونزې هوارې کړي. دوې وايي چې د سرپناه او بې روزګارۍ له امله اړ دي چې په پاکستان کې پاتې شي.
د یادولو ده چې دا مهال نږدې ۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې میشت دي چې له دې ډلې ۱،۴ میلیونه يي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري سره ثبت دي. د یادې کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۵،۵ میلیونه افغانانو سره د راستنیدو پر مهال نغدي مرستې شوې دي.