له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images
له پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: فرانس پرس/ Getty images

په پاکستان کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۲۵۰ افغانان چې د پاکستاني پولیسو لخوا زنداني شوي و بیرته آزاد شوي. په نیول شویو کسانو کې یوه تازه واده شوې جوړه هم شامله وه چې د واده لومړۍ شپه يي په زندان کې تیره کړه.

دغه افغانان د تیرې چهارشنبې په ورځ د جولای په ۲۷ مه د بلوچستان ایالت د شیراني په سیمه کې د پاکستاني ملیشه ځواکونو لخوا په دې تور نیول شوي و چې له قانوني اسنادو پرته يي سفر کاوه.

په پاکستان کې ‍د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو لخوا اداره کیږي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه افغانان د سفارت او په کویټه کې د افغانستان د کنسولګرۍ په هڅو خوشي شوي دي.

د سفارت چارواکي ویلي چې یاده موضوع يي له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې او هیله يي ښودلې چې په راتلونکي کې د دا ډول پیښو مخه و نیول شي.

نور ولولئ:پاکستان کې افغان خبریالان له لویدیځو هیوادونو غواړي چې د پناه غوښتنې دوسیو ته يي رسیدنه وکړي

د واده اوله شپه په زندان کې

د نیول شویو کسانو مدافع وکیل بیا انډپنډنټ خبري ویپاڼې ته ویلي چې د نیول شویو کسانو شمیر ۲۱۴ تنه و چې له زندان وروسته ځینې يي بیرته افغانستان ته واستول شول. په نیول شویو کسانو کې ښځه او میړه هم شامل و چې د خپل واده په ورځ د ژوب مرکزي زندان ته واستول شول.

نجیب الله چې د افغانستان د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی و او د جولای په ۲۲ يي په کویټه کې واده کړی و. میرمن او خسرګنۍ يي له افغانستان څخه ورغلي وو چې پر لار د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا و نیول شول.

نجیب الله انډپنډنټ ته وویل: «د واده په ورځ مونږ د پنجاب خوا ته روان و. کله چې د «دهانه سر» سیمې ته ورسیدو نو د موټر چلونکی مونږ له هوټل سره و درولو او ويي ویل چې زه لاره ګورم او بیرته راځم. په همدغه حالت کې امنیتي ځواکونه راغلل او زه يي و نیولم.»

نجیب الله وویل چې: «د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې و نیول شوم او له همدې امله مې د واده شپه په زندان کې تیره کړه.»

سرچینې لیکلي چې په نیول شویو کسانو کې ناروغې او حامله دارې ښځې او داسې کسان هم شته چې د پاکستان د کډوالۍ اسناد ورسره و.

د یادولو ده چې دامهال نږدې درې میلیونه افغانان په پاکستان کې میشت دي چې له دې دلې شاوخوا ۱،۴ میلیونه يي د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

 

نورې ليکنې