د ارشیف انځور: د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه
د ارشیف انځور: د مانش او شمالي سمندر ټویټر پاڼه

فرانسوي چارواکو تېره جمعه او شنبه انګلیس کانال نږدې ۹۰ هغه کډوال ژغورلي چې غوښتل یې برېتانیا ته واوړي. د ګواښونو او امنیتي تدابیرو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د یاد کانال له لارې برېتانیا ته ځان ورسوي.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شنبه د جولای ۳۰مه د پا دو کالې تنګۍ کې د کډوالو یوه کښتۍ له ستونزې سره مخ شوې وه. په وینا یې د ګري نې ګزمه کوونکې بېړۍ ژاک اودار فورمانتن دغه کښتۍ کې سپاره ۴۱ کسان وژغورل او د دنکرک بندر ته یې انتقال کړل.

یوه ورځ مخکې د فرانسې د ملي ژغورنې ځواکونو یاد کانال کې ۴۷ تنه نور کډوال ژغورلي او د بولونی سور مېر بندر ته یې انتقال کړي وو. د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ زیاته کړې چې سمندر کې ژغورل شوي کډوال د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

بل لور ته د جولای په ۲۹ برېتانوي چارواکو انګلیس کانال کې پر ۷ بېړیو سپاره ۲۴۷ کډوال نیولي دي. د جولای په ۳۰ بیا ۴۶۰ تنه نور کډوال وتوانېدل چې د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته ورسوي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: نږدې ۴۵۰ کډوال په یوه ورځ کې برېتانیا ته رسېدلي دي

د برېتانوي چارواکو د شمېرو له مخې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه پورې له ۱۶۰۰۰ ډېر مهاجر د سمندر له لارې برېتانیا ته رسېدلي دي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ۱۳مه یاد کانال کې د ۲۰۱۳۲ کډوالو مخه نیولې ده. دا شمېر د ۲۰۲۱ کال د همدې مودې پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کې ۵۲۰۰۰ زره کډوالو د سمندر له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کړې وه چې له ډلې یې ۲۸۰۰ کسان توانېدلي وو چې خپل مقصد ته ورسېږي.

 

نورې ليکنې