آرشيف انځور
آرشيف انځور

د اروپايي اتحاديې محکمې په آلمان کي د مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د الحاق په هکله د دغه هيواد بعضي قوانين ناسم وبلل.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د اروپايي اتحاديې محکمې د آلمان يو شمير قوانين لغوه کړل. دا له هغو قوانينو څخه ول چي په آلمان کي د اوسېدونکو مهاجرو سره د هغوی د کورنیو د الحاق په هکله ول. يادي محکمې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست لومړۍ نېټه) په لوکزامبورګ کي خپله هغه فيصله واوروله چي د کورنيو الحاق او د مهاجر ماشومانو سره د سوسيال مرستو په هکله قوانينو په هکله وه.

د يادي فيصلې له مخي که د کورنۍ سره د الحاق د پروسې په جريان کي يو ماشوم د ۱۸ کالو عمر ته ورسيږي، نو يې آلمان د الحاق پروسه نشي درولای. دا په داسي حال کي چي تر اوسه قوانين داسي ول چي که د کورنۍ د الحاق د پروسې په جريان کي اړونده ماشومان اتلس کلن شوي واي، نو يې نور حق نه درلود چي د کورنيو د الحاق په چوکاټ کي آلمان ته راشي. اروپايي اتحاديې د آلمان اړونده اصول د اروپايي قوانينو سره په ټکر کي بللي دي.

د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هيوادونو څخه آلمان ته راغلو کورنيو د ماشومانو په پيسو کي کمښت هم د محکمې په فيصله کي غيرقانوني بلل شوی دی.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول ويلي دي چي په آلمان کي حاکم اصول چي د الحاق د پروسې په جريان کي اتلس کلن کېدونکو ماشومانو د الحاق حق له لاسه ورکاوه، په دې معنی ؤ چي په کارونو او د دوسيو په پر مخ وړلو کي د آلماني چارواکو د بيوروکراسۍ «تاوان به کورنیو پرې کوي.»

د اروپايي اتحاديې د محکمې دغه فيصله به ښايي د دې لامل شي چي د آلمان په اړونده اصولو کي تغير راشي. په دې توګه به نو ښايي له دې وروسته د کورنۍ سره د يوځای کېدو په پروسه کي نور اتلس کلن شوي ماشومان رد نشي.

د اروپايي اتحاديې قوانين د دغې اتحاديې د غړو هيوادونو تر قوانينو لومړيتوب لري. غړي هيوادونه د دغو قوانينو په پلي کولو مکلف دي.

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې