د ارشیف انځور: کریتیف کامنز
د ارشیف انځور: کریتیف کامنز

د برېتانیا د کډوالۍ وزیر د دغه هېواد له شوراګانو څخه غوښتي دي چې هغو ۱۰۵۰۰ افغان مهاجرو ته دایمي سرپناه برابره کړي چې واک ته د طالبانو له رسېدو روسته لندن او نورو ښارونو ته انتقال شوي، خو لا هم په هوټلونو کې بند پاتې دي.

د بي بي سي د یو خبر له مخې د برېتانیا د کډوالو وزیر لارډ هارینګتون د دغه هېواد له شوراګانو څخه غوښتي دي چې له کابل څخه ایستل شویو افغان کډوالو ته دې سرپناه برابره کړي. نوموړي شوراګانو ته ویلي دي چې حکومت تېره جون میاشت یوازې ۱۰۰ استوګنځایونه درلودل، خو دا په داسې حال کې ده چې هره میاشت کابو ۵۰۰ افغان کډوال برېتانیا ته رسېږي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم برتانیا یوه له هغو هیوادونو وه چې د کابل له هوایي ډګر څخه د افغانانو په ایستلو کې یې ونډه درلوده او زرګونه کسان یې خپلې خاورې ته انتقال کړي.

خو اوس یو کال وروسته لا هم زیات شمېر افغان کډوال د برېتانیا په هوټلونو کې اوسېږي.

د برېتانیا دولتي سازمان په حواله افغانې کورنۍ اړ دي چې د لنډمهالو استوګنځایونو تر موندل کېدو پورې په هوټلونو کې ژوند وکړي. په وینا یې حکومت به د دولتي کورونو له موندل کېدو سره د درېو کلونو په جریان کې ټولنه کې د هر یو افغان کډوال د ادغام لپاره شوراګانو ته ۲۰ زره پونډ ورکوي.

بي بي سي د کډوالۍ وزیر یو لیک ته هم لاسرسی موندلی چې د جون پر ۲۷مه خپور شوی او پکې راغلي دي چې د ۱۰۵۰۰ تنو نورو افغانانو لپاره ۲۰۰۰ استوګنځایونو ته اړتیا شته. خو له دې څخه یوه میاشت وروسته حکومت وویل چې یوازې ۹۵۰۰ تنه افغان کډوال دایمي سرپناوو ته اړتیا لري.

دغه لیک کې زیاته شوې ده چې د شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنیو لپاره داسې کورونو ته اړتیا شته چې ۴ خونې ولري.

د بي بي سي په راپور کې دا هم راغلي دي چې دمګړۍ هوټلونو کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې د تمدید لپاره د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت او ځایي چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

د یادولو ده چې پرون سه شنبه برېتانوۍ رسنۍ ټایمرز خبر ورکړی و چې د برېتانیا په هوټلونو کې د ځایونو د کموالي له امله د ځینو افغان کورنیو غړي له یو بل نه بېل شوي او د دغه هېواد لرو پرتو سیمو ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته بیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي وو چې دوی پر دې ویاړي چې په لنډه موده کې یې تر ۷۰۰۰ ډېرو افغانانو ته سرپناه برابره کړې ده، خو په وینا یې دا مهال برېتانیا د دولتي کورونو له کموالي سره مخ ده. 

 

نورې ليکنې