یوناني ځواکونو پرون سه شنبه وویل چې د دغه هېواد د کارپاتوس ټاپو په ساحلو اوبو کې یې پنځه تنه شکمن کسان اروپا ته د شاوخوا سلو کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي. په وینا یې دوی هڅه کوله چې کډوال له لبنان څخه د سمندر له لارې ایټالیا ته انتقال کړي.
د یونان ساحلي ځواکونو پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه پنځه قاچاق وړونکي د هغو ۱۰۱ تنو په ډله کې وو چې تېره پنجشنبه د یونان کارپاتوس ټاپو په ساحلي اوبو کې نیول شوي وو. په وینا یې شکمن کسان د افغانستان، ایران او ترکیې اتباع دي.
پاتې کډوال بیا چې په ډله کې یې ۴۰ ماشومان او ۱۹ ښځې هم وې یو مهاجر کمپ ته لېږدول شوي دي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مسافرو شمېر او د دوی د روغتیایي وضعیت ته په کتو سره د کډوالو کښتۍ د سمندري سفر لپاره «نامناسبه» وه. زیاته شوې چې نوموړو مهاجرو ایټالیا ته د رسېدو لپاره قاچاق وړونکو ته ۶۵۰۰ تر ۸۰۰۰ پورې یورو ورکړي دي.
بیا ولولئ: یوناني پوله ساتونکو د انساني قاچاق په تور پنځه تنه شکمن کسان نیولي دي
د یادولو ده چې د تېرې جون میاشتې په ۲۸ د کارپاتوس په ساحلي اوبو کې د کډوالو یوه بله کښتۍ موندل شوې وه چې له لبنان څخه د ایټالیا په لور روانه وه او ۱۶۶ کسان پکې سپاره وو. هغه وخت د یونان ساحلي ځواکونو کښتۍ کې سپاره ۶ کسان د کډوالو د قاچاق په تور نیولي وو.
ډېری وختونه کډوال ایټالیا او یا یونان ته د رسېدو لپاره له ترکیې څخه خپل سمندري سفر پیلوي. خو په تېرو څو وختونو کې اژه سمندر کې د یونان حکومت او د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرانتکس له خوا د امنیتي تدابیرو ډېرېدل د دې سبب شوي چې له ترکیې څخه اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر کې کموالی رامنځته شي.
بیا ولولئ: یوناني ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې دغه هېواد ته د ۱۱۳۰ کډوالو د ورتګ مخه نیولې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲ سلنه کسان د لبنان، ۲۱ سلنه د ترکیې، خو ۵۵ سلنه بیا له لیبیا څخه ایټالیا ته رسېدلي دي. یادې ادارې تېره اوونۍ وویل چې د تېر کال په پرتله له لبنانه ایټالیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.