د يونان په شمال کي د مهاجرو ډلو يو پر بل بريدونه کړي دي چي په ترڅ کي يې يو پاکستانی وژل شوی دی.
د يونان پوليسو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اګست دويمه) راپور ورکړ چي د يونان په شمال کي د مهاجرو د ډلو تر منځ په نژدې ورځو کي اخ و ډب رامنځته شوی دی. زياته شوې چي دغو ډلو يو پر بل بريدونه کړي دي.
زيات شوې ده چي يو ۲۳ کلن پاکستانی مهاجر په وهلو وژل شوی او د لبنان سره تړاو لرونکي يوې حامله داره مېرمني د دغو تاوتريخوالو له کبله خپل ماشوم بايللی دی. پوليس وايي چي قربانيان و مرکزي اروپا ته پر لاره ول. د پوليسو په وينا شکمن بريدګر يې نيولي دي.
د اې ان اې خبري آژانس په حواله د سوريا، پاکستان او افغانستان د مهاجرو ډلې د شمالي مقدونيې پر لور تلونکي اورګاډي د پټلۍ سره د نورو مهاجرو په شکولو، ورته ګواښ کولو او ورباندي بريدونو کولو په قضيو کي لاس لري.
ويل شوي دي چي له بريد کوونکو څخه بعضي انساني قاچاق وړونکي دي چي له خپلو قربانيانو څخه يې د هغوی پاته پيسې اخيستلې. زيات مهاجر هيله لري چي د شمالي مقدونيې له لاري مرکزي اروپا ته ځان ورسوي. دا په داسي حال کي چي د يونان ګاونډي هيواد شمالي مقدونيې ته ننوتل ډېر مشکل کار دی، ولي چي پر سرحد دېوالونو ته ورته جګي کټارې درول شوي دي. مهاجر ځان مجبور احساسوي چي و مقدونيې ته د اوښتلو لپاره د قاچاق وړونکو خدمات واخلي.
آ./ا.ا.