آرشيف انځور
آرشيف انځور

فنلند پر اوکراين د روسېې تر پوځي يرغل وروسته د ريکارډ په شمیر مهاجر راجستر کړي دي. فنلدي چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د مهاجرو اوسنی شمیر، د ۲۰۱۵م کال د اروپا د مهاجرت بحران د وخت ريکارډ مات کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د فنلند د مهاجرو د خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «د اګست تر ۴مې پورې له اوکراین څخه د روسېې د پوځي حملې له کبله ۳۵ زه او ۷۴ راتښتیدلو کسانو د موقتي سرپناه له پاره غوښتنليکونه سپارلي دي.» د دغې ادارې په خبره په دغو مهاجرو کې یوه دريمه برخه ېې ماشومان دي.

زياته شوې چې په حاضر وخت کې د پذیرش په سیستم کې له ۳۷ زرو ډیر کسان راجستر شوي چې دا د «مخکې بل هر وخت په پرتله لوی شمیر دی.» تر اوسه پورې ۳۳ زره او ۲۳۱ غوښتنلیکونو ته رسيدګي شوې، په دې معنی چې شاوخوا ۹۵ درخواستونو په هکله پريکړې شوي دي.

فنلند په ۲۰۱۵م کال کې د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت ۳۲ زره مهاجر راجستر کړي ول.

منبع: آلمان ږغ دويچه وېله

 

نورې ليکنې