د افغانستان د زلزلو له امله اغیزمن شوي خلک. انځور: یونیسف
د افغانستان د زلزلو له امله اغیزمن شوي خلک. انځور: یونیسف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو شپږو اونیو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو د سلګونه زره زلزله ځپلو کورنیو سروې ترسره شوې چې په پایله کې ۱۰۰ زره کسان د بیړنیو بشري مرستو مستحق پیژندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دغې ادارې د اګست په ۲۲ مې په راپور کې لیکلي چې د تیرو شپږو اونیو په لړ کې د ګوربوز، ماندوزی، متون، نادرشاه کوټ، او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ۱۴۸ زره تنو سروې يي بشپړه کړې چې له امله يي ۱۰۰ زره خلک د مرستو مستحق پیژندل شوي.

د افغانستان په سویل ختیځ کې د جون ۲۲ زلزلې د زرګونه ټپیانو په ګډون له زرو تنو ډیر خلک ووژل او زرګونه کورونه يي ویجاړ او خلک يي بې سرپناه کړل.

د دغو بې ځایه شویو سره د مرستو په لړ کې نن سه شنبه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري(UNHCR) خبر ورکړی چې د پکتیکا او خوست له بې ځایه شویو کورنیو سره يي د خیمو د مرستې پروسه دوام لري.

یادې ادارې په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «خوست او پکتیکا په زلزله ځپلو ولایتونو کې مونږ تازه سروي شویو کورنیو ته د ۱۹۹۲ بیړنۍ سرپناه د ویش په حال کې یو.»

اوچا بیا وايي چې تر دې مهال يي له زلزله ځپلو سره د بیړنۍ سرپناه د برابرولو په موخه ۵۶ زره بیړنۍ سرپناه ویشل شوې او د اړمنو خلکو د اړتیاوو په موخه سروي دوام لري.

نور ولولئ:ملګري ملتونه: ۳۶۰ زرو څخه ډیر زلزله ځپلي افغانان مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خپل راپور کې له اړمنو سره د مرستو په اړه لیکلي چې تر دې مهاله د دریو میاشتو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د اړتیا ۴۰ سلنه پیسې له نړیوالې ټولنې ترلاسه شوې او یايي ژمنه شوې.

بل پلو بیا د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې هم ګڼې کورنۍ د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري ویلي چې د دغه ولایت له ۲۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره يي بشري مرستې ترسره کړي.

له دې وړاندې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه سخته اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې افغانستان له یو ستر بشري بحران سره د مخامخ کیدو په حال کې ده او ۲۳ میلیونه وګړي يي خوراکي خوندیتوب نه لري.

د کال په پیل کې ملګري ملتونه له اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه له نړیوالو د ۵ میلیارده ډالرو د بشري مرستې غوښتنه کړې وه.

 

نورې ليکنې