د ارشیف انځور: ګیتي ایمېجېز
د ارشیف انځور: ګیتي ایمېجېز

د بشري حقونو سازمانونه وایي چې د کابل له سقوط څخه یو کال وروسته برېتانیا له افغانستان څخه د افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې ده. سلګونه ښوونکي، ژباړونکي او د برېتانوي شرکتونو افغان همکاران برېتانیا کې د مېشتېدو د اجازه لیکونو د ترلاسه کولو سربېره لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو نږدې یو کال وروسته لا هم زرګونه افغانان او په ځانګړې توګه ژباړونکي او ښوونکي په افغانستان کې ایسار پاتې دي. د ګارډین ورځپاڼې د یو راپور له مخې د بشري حقونو څار ادارې په ګډون ۹ سازمانونو پارلمان ته په استول شوي راپور کې د افغانانو د ایستلو په هکله د برېتانیا پر دوو پراګرامونو نیوکې کړې دي.

د لومړي پروګرام په چوکاټ کې، چې د افغانانو د بیا مېشتونې او ورسره د مرستې پالیسي (ARAP) نومېږي، ۱۰ زره کسان برېتانیا کې مېشت شوي دي. دویم پروګرام بیا د افغان اتباعو د بیا مېشتونې پلان (ACRS) نومېږي چې د ۲۰۲۲ په جنورۍ کې اعلان شوی و. تمه ده چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې به ۲۰ زره افغانانو ته برېتانیا کې د مېشتېدو اجازه ورکړل شي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه په خپل راپور کې د دواړو پروګرامونو عملي کېدل «له دلیل پرته محدود کوونکي» بولي.

د برېتېشل کونسل د افغان کارکوونکو نامعلوم برخلیک

 د دغه راپور له مخې دمګړۍ ۱۰۹ ښوونکي چې کابل کې یې له برېتېش کونسل سره کار کاوه په افغانستان کې ایسار پاتې دي. دوی برېتانیا کې د مېشتېدو اجازه لیکونه ترلاسه کړي دي، خو له افغانستانه وتلی نه شي.

محمد یو له دغو ۱۰۹ ښوونکی دی. هغه وایي چې له هغه وخت راهیسې چې طالبانو یې کور نیولی دی، ۱۱ ځله یې نقل مکان کړی دی. د نوموړي په وینا: «طالبانو مې ۸ کلنه لور په درو وهلې او ورنه یې پوښتي دي چې زه چېرې یم.» محمد دا هم ویلي دي چې د کابل له سقوط مخکې هم طالبانو ورته ګواښونه کړي وو. 

په ورته مهال د برېتېشل کونسل مشرانو ویلي دي چې په دې پوهېږي چې د پخوانيو همکارانو حالت یې «ناهېلی کوونکی» دی. دوی زیاته کړې ده چې پر حکومت یې فشار وارد کړی ترڅو د یادو افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړي.

بیا ولولئ: افغانستان کې د برېتېش کونسل د بند پاتو همکارانو په هکله اندېښنې

د «شرم وړ» چلن

د یاد راپور له مخې د افغانانو په ډله کې داسې کسان هم دي چې برېتانیا کې د بیا مېشتېدو اجازه لیکونه نه دي ترلاسه کړي. آدم اسمیټ انټرنشنل هغه برېتانوی شرکت دی چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې کار کاوه او افغانستان کې یې ۲۵۰ کارکوونکي درلودل. که څه دغو کسانو د افغانانو د بیا مېشتونې او ورسره د مرستې پروګرام په چوکاټ کې له برېتانیا څخه د پناه غوښتنه کړې ده، خو یوازې ۲۴ تنو یې اجازه لیکونه ترلاسه کړي دي.

د ادام اسمیټ انټرنشنل اوسنی مشر دنیل پیملوت اوسنی حالت «د شرم وړ» بولي. هغه وایي چې له کابل څخه د تخلیې پروګرام له پای ته رسېدو وروسته هېچا ته د بیا مېشتونې اجازه نه ده ورکړل شوې.

بیا ولولئ: برېتانیا د هغو افغانانو شمېر کموي چې ټاکل شوې وه دغه هېواد ته انتقال شي

زیان منونکي کسان لا هم ځواب ته انتظار باسي

بل پلو بیا د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې دوی په پام کې لري چې د افغان اتباعو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې ۲۰ زره افغانان برېتانیا ته انتقال کړي. هغه زیاته کړې ده چې په دغه پروګرام کې د ښځو، جنکیو او د اقلیتونو په ګډون زیان منونکو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

نوموړي دا هم ویلي دي چې یادې ډلې د افغان اتباعو د بیا مېشتونې پروګرام (ACRS) کې شاملېږي. په وینا یې دوی باید د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې انتظار وباسي او ورپسې دغه پروګرام کې د اجازه لیکونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. خو سازمانونه بیا وایي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زیان منونکي کسان له زیاتو ستونزو سره مخ کېدلی شي.

دوی چې د افغانانو د بیا مېشتونې او د مرستې پروګرام پر پراختیا او برېتانیا کې د منل شویو کسانو د راتګ د لړۍ پر چټکېدو ټینګار کوي وایي چې د افغان اتباعو د بیا مېشتونې د پروګرام په چوکاټ کې هم باید تر ۲۰ زره ډېر افغانان ومنل شي.

بیا ولولئ: برېتانیا له شوراګانو غوښتي چې ۱۰۰۰۰ افغان کډوالو ته سرپناه برابره کړي

د بشري حقونو سازمانونو دغه راز برېتانیا کې د هغو افغانانو پر حالت نیوکه کړې ده چې تېر کال له افغانستان څخه ایستل شوي وو. دوی وایي چې د ۱۰۵۰۰ افغانانو له ډلې ډېری یې په نامناسبو سرپناوو کې ژوند کوي او رواني خدماتو ته لاسرسی نه لري. د بشري حقونو د څار سازمان له مخې زیات شمېر افغانان له رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

 

نورې ليکنې