برېتانیا وایي سر له راتلونکې مني به مجرم او متخلف کډوال باید داسې ځېرک ساعتونه په لاس کړي چې د څېرې د پېژندنې امکان برابروي. د دغه هېواد د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونه وایي چې دغه بندیز پر پناه غوښتونکو نه عملي کېږي، خو سازمانونه خبرداری ورکوي چې یاده تکنالوژي له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل ګرځېدلی شي.
هغه کډوال چې په برېتانیا کې یې جرم او یا تخلف کړی دی اړ دي چې داسې ځېرک ساعتونه په لاس کړي چې د څېرې د پېژندنې امکان برابروي. تمه ده چې دا پرېکړه راتلونکی منی عملي شي.
دغه پلان برېتانیا د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو جوړ کړی دی چې بودجه یې ۶ میلیونه پونډ ته رسېږي. دواړو وزارتونو تېره می میاشت د بدي لېمېتد له شرکت سره د یادو ساعتونو د تولید پر سر تړون لاسلیک کړی و.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مجرمو کډوالو د څېرو د پېژندنې کار په ورځ کې ۵ ځله ترسره کېږي. اخیستل شوي انځورونه بیا د کډوالو د نومونو، د زېږېدو نېټو او اصلي هېوادونو سره یو ځای د یاد وزارت له معلوماتو سره مقایسه کېږي.
ګارډین په یوه څېړنه کې موندلې چې چارواکي کولی شي چې یاد معلومات تر ۶ میاشتو پورې وساتي. دوی دغه راز په ۲۴ ساعته توګه د کډوالو موقعیت ته لاسرسی لري.
دا معلومات د برېتانیا کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو او امنیتي ځواکونو سره شریکېږي.
په ورته مهال د پرایوسي انترنشنل سازمان حقوقي مشرې لوسي اودیبرت ګارډین ته ویلي چې د څېرې د پېژندنې دغه طریقه یوه ناکامله او خطرناکه تکنالوژي ده. نوموړې چې مدافع وکیله هم ده وایي چې دا تکنالوژي له بشري حقونو څخه د سرغړونو سبب ګرځېدلی شي او «د اروپا په نورو هېوادونو کې داسې غیر انساني تکنالوژي نه ده کارول شوې.»
همدارنګه د بېربک پوهنتون د کریمنالوژۍ استاد مونیش باتیا ګارډین ته ویلي دي چې دا تکنالوژي پر خلکو د رواني فشار، د ځان وژونکو مفکورو د ایجاد او د روحي حالاتو د خرابېدو لامل ګرځېدلی شي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې خلک له چارواکو تمه لري چې مجرم بهرنیان تر نظارت لاندې ونیسي. په وینا یې دوی د ۲۰۲۱ له اګست میاشتې راهیسې د ۲۵۰۰ بهرنیو مجرمانو هویت معلوم کړی دی. زیاته شوې ده چې د ۲۰۱۹ له جنورۍ راهیسې د برېتانیا حکومت تر ۱۰ زره ډېر مجرم بهرنیان شړلي دي او په پام کې لري چې دا پروسه به نوره هم چټکه کړٍي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه تکنالوژي یوازې پر کډوالو عملي کېږي او پناه غوښتونکي تر دې قاعدې لاندې نه راځي. د یاد وزارت یو ویاند ګارډین ته وایي دا خبره ناسمه ده چې ګواکې دا تکنالوژي پر هغو پناه غوښتونکو هم عملي کېږي چې په ناقانونه طریقو برېتانیا ته رسېدلي دي. خو سازمانونه بیا اندېښنې ښيي چې ښایي دا سیستم پر نورو کسانو هم عملي شي.
د یادولو ده چې د روان کال له جون میاشتې راهیسې هغه کډوال چې په ناقانونه طریقه برېتانیا ته رسېدلي دي اړ دي چې جي پي اس لرونکي لاس بندونه واغوندي. همدارنګه دوی اړ دي چې د ګرځبندیز شرایط مراعات کړي او ځینو ځایونو ته د ورتګ اجازه نه لري.