د اوروس سمندر کوچني ټاپو کې یوه پنځه کلنه نجلۍ د تېرې دوشنبې په شپه د لړم له چیچل کېدو وروسته مړه شوې ده. نوموړې یوه له هغو ۷۰ کډوالو وه چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه ټاپو کې بند پاتې دي. له دې سره د مړو شمېر څلورو کسانو ته رسېږي.
دغو مهاجرو الارم فون تلفوني پلټفورم ته ویلي دي: «نن یوه وړوکې ماشومه د لړم له چیچل کېدو وروسته ومړه. موږ یې د ژغورلو توان نه درلود.»
د مړه شوې ماشومې خور هم لړم چېچلې ده او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی. کډوالو ویلي چې دغه ماشومه باید روغتون یووړل شي. په وینا یې که مرسته و نه رسېږي، هغه به هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یادو کډوالو زیاته کړې ده چې د دغې ماشومې د درملنې توان نه لري.
هغوی وایي: «انسانیت چېرته دی؟ دغه نجلۍ لا ۶ کلنه نه وه، سوریه کې له جګړې او ترکیه کې له ظلم سره مخ شوې وه، او اوس د یونان پر پوله؟»
سازمانونو د اګست میاشتې پر ۶مه خبرداری ورکړی و چې د اوروس سمندر په یو ټاپو کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه کډوال بند پاتې دي. د یادې ډلې ځینو غړو الارم فون ته ویلي چې دوی لومړی ځل د یونان پولیسو وهلي ټکولي او ترکیې ته یې استولي دي. خو دویم ځل یې بیا د اوبو او ډوډۍ پرته یوه کوچني ټاپو ته لېږدولي دي.
ویل کېږي چې درې کسان د تاوتریخوالي او د ترکیې پر لور د شړل کېدو له امله مړه شوي دي. د یوناني رسنۍ افیمریدا تون سینتاکتون په حواله لومړی کس یو سوریایی و چې یونان کې سخت وهل ډبول شوی و او د ټپونو امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه راز د یونان ساحلي ګارد دوه تنه نور مهاجر دې ته اړ کړل چې د ترکیې تر سواحلو پورې لامبو ووهي، خو دوی په سمندر کې ډوب شول. خبریالانو په یوه څېړنه کې د دغو دوو کسانو هویت معلوم کړی دی: دوی د سوریې د حلب ښار اوسېدونکي او عمرونه یې ۱۷ تر ۲۳ کلونه وو.
د تېرې شنبې په شپه د کډوالو نورې ډلې هم دغه کوچني ټاپو ته لېږدول شوې وې چې اوس یې شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي. د نوموړو کسانو په ډله کې یوه ۷۰ کلنه ناروغه مېرمنه، درې میندوارې ښځې او ۱۲ ماشومان هم دي.
د هیومن رایتز ۳۶ او د یونان د مهاجرو شورا تېره اونۍ د دغو مهاجرو د حالت په اړه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایت ثبت کړ. یادې محکمې د اګست پر ۴مه د یونان حکومت ته هدایت ورکړ چې بند پاتو کډوالو ته دې اوبه، ډوډۍ او دواګانې ورکړي او د پناه غوښتنې زمینه دې ور برابره کړي.
خو سازمانونه وایي چې حکومت تر دې دمه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی.