د ځایي رسنیو په حواله پرون چهارشنبه له پاکستان څخه درې سوه افغانان د الوتکې له لارې د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته وروستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو وختونو راهیسې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو څخه په ډله ایزه توګه د افغان کډوالو ایستلو کې کموالی راغلی دی. په ورته مهال زرګونه نور افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته د راتګ انتظار باسي لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وروسته پرون چهارشنبه ۲۹۴ افغانان او کورنۍ یې چې له اسپانیایي ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې د یوې الوتکې له لارې له پاکستان څخه د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته وروستل شول.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس له یادو کډوالو سره د لیدو په موخه د مادرید تورېخون دې اردوس هوایي ډګر ته تللی و. نوموړي رسنیو ته وویل چې د اسپانیا حکومت هڅه کوي چې «ټولنه کې د دغو کسانو د ادغام په برخه کې کار وکړي، ځکه دوی په نږدې راتلونکي افغانستان ته نه شي ستنېدلی.»
ښاغلي البارس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی له تېر کال راهیسې ۳۹۰۰ کسان له افغانستانه ایستلي چې د اسپانیا پخواني همکاران او کورنۍ یې او یا هم زیان منونکي کسان دي.
اسپانیا یوه له هغو هېوادونو وه چې د کابل تر سقوط وروسته له افغانستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې ګډون درلود. دغه هېواد د تخلیې عملیاتو په جریان کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان له افغانستان څخه وایستل. ډېری دغه افغانان له اسپانوي ځواکونو او یا د اسپانیا له سفارت سره دندې ترسره کړې وې.
پاکستان بند پاتې افغانان
د طالبانو له راتګ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو او یا وزګارۍ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او لوېدیځو هېوادونو ته د رسېدو په موخه یې پاکستان او ایران ته پناه یووړله.
څه موده مخکې شاوخوا ۷۰۰ افغانان چې پاکستان ته کډه شوي د دغه هېواد پلازمېنه اسلام آباد کې د ماشومانو لپاره یو نوي جوړ شوي پارک کې خیمې تړلې وې. دوی له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتنه لرله چې دوسیو ته یې رسیدګي وکړي.
له دې وړاندې دغو افغانانو د پاکستان د نشنل پرېس کلب مخ کې او وروسته بیا د پاکستان پارلمان سره نږدې خیمې درولې وې خو پولیسو دوی له دغو ځایونو وایستل.
دغه راز د جولای میاشتې په ۱۸ اسلام آباد کې لسګونه خبریالان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې پاکستان ته پناه وړې وه د اعتراض په ډول راټول شوي او له لوېدیځو هېوادونو څخه یې غوښتنه کوله چې وضعیت ته یې پاملرنه وکړي.
ځینې افغانان چې په پاکستان کې ژوند کوي وایي چې د بیو د لوړوالۍ او د بې کارۍ له امله د سرپناه او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. درې دېرش کلن عبدالقیوم شریعتي له خپلې ژورنالیستې میرمنې او څلورو اولادونو سره یو ځای د طالبانو له واکمنېدو ورسته په دې هیله اسلام اباد ته ورغلی و چې له هغه ځایه اروپا، امریکا، کاناډا او یا نورو هیوادونو ته پناه یوسي.
نوموړي تېره جون میاشت ویلي وو چې په پاکستان کې ورځ تر بلې د هوا ګرمېدل، د کور کرایه او ګراني، او نامعلوم برخلیک هغه څه دي چې کورنۍ په اړه سخته اندیښمنه ده.
ځینې نور بیا چې په ناقانونه طریقو دغه هېواد ته تللي دي د پاکستاني ځواکونو له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو په خاطر نیول کېږي. د جولای میاشتې په ۲۷ د بلوچستان ایالت د شیراني په سیمه کې د پاکستاني ملیشه ځواکونو له خوا ۲۵۰ افغان چې په ډله کې یې یوه تازه واده شوې جوړه هم شامله وه نیول شوي وو.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت بیا د جولای په ۳۰مه خبر ورکړ چې د افغانانو دغه ډله د دوی او کویټه کې د افغانستان د کنسولګرۍ په هڅو خوشي شوي او ځینې یې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
بیا ولولئ: له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو افغانانو سره نغدي مرستې ډېرې شوې
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جولای پر ۲۶مه ویلي وو چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۲ تنو ته رسېږي له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
یاده دې وي چې دمګړۍ نږدې درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې شاوخوا ۱،۴ میلیونه یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سره ثبت دي.