د فرانسې شمالي لون پلژ ساحل ته نږدې د تېرې سه شنبې په ورځ د اګست ۹مه د اوبو په یوه کانال کې یو کډوال ډوب شوی دی. سازمانونه بیا د فرانسې مهاجرتي پالیسي د ورته پېښو سبب بولي.
د سازمانونو په حواله تېره سه شنبه د اګست ۹مه یو ۲۲ کلن سوډانی چې د ځان مینځلو لپاره ګراند سنت کمپ ته نږدې د بوربور په نامه د اوبو کانال ته تللی و، دغه بند کې ډوب شو.
د یوتوپیا ۵۶ غړې ماري شاپل وایي چې د نوموړي ملګرو «هغه له اوبو څخه وایست او مصنوعي تنفس یې ورکړ.» په وینا یې کډوالو ورپسې له ژغورونکو سره اړیکه ونیوله، خو دوی ونه توانېدل چې یاد مهاجر وژغوري.
د شمالي سیمې قومنداني بیا د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې «ناڅاپه غورځېدنه» د یاد کډوال د مرګ لامل بولي.
د سازمانونو په حواله د اوبو دغه کانال ته نږدې کمپ کې ۳۰۰ تر ۴۰۰ کډوال اوسېږي. د یوتوپیا ۵۶ یوه بله غړې انا ریشل وایي چې دغه پنډغالي کې کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي. نوموړې زیاتوي چې کمپ کې کډوال د اوبو له نشتوالي سره مخ دي.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې که څه هم روتس سازمان هره ورځ د کمپ اوسېدونکو ته اوبه ورکوي، خو کمپ کې د اوبو نلونه نشته. د آغلې ریشل په حواله دا وضعیت د دې لامل شوی دی چې کډوال برېتانیا ته د رسېدو لپاره بېلابېل خطرونه پر ځان ومني.
سازمونونه د فرانسې مهاجرتي سیاست مسول بولي
د یادولو ده چې د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه یو ۲۵ کلن سومالیایي کډوال د ۶۰۱ پر لویه لاره د موټر ټکر پېښه کې تر ژوبلېدو دوه ورځې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړي له څو اونیو راهیسې دنکرک ته نږدې په یوه مهاجر کمپ کې ژوند کاوه.
دغه راز د می میاشتې پر ۲۹مه ۲۸ کلن یوتوپیایی کډوال مرېتسې کالې کې تر اورګاډي لاندې شو. نوموړي چې له کلونو راهیسې یې برخلیک ناڅرګند و او د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي د بېرته ستنېدنې پروګرام کې شامل شوی و، د رېل پر پټلۍ خوب کړی و.
همدارنګه د مارچ پر ۳مه سوډاني کډوال عمر اسماعیل کالې ته نږدې نوویل اګلیز سیمه کې د اې ۱۶ پر لویه لاره د موټر په ټکر پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یوتوپیا ۵۶ غړې ماري شاپل وایي چې «فرانسه کې د کډوالو د هرکلي نه کولو سیاست»، «جبري سرګرداني» او «له تبعیدیانو سره غیرانساني چلن» د دغو پېښو سبب شوي دي.
بل پلو د ژیستي سازمان غړی مایل وایي چې «که کډوالو ته مناسب شرایط برابر شوي وای او دوی په منظمه توګه د پولیسو تر فشار لاندې نه وای، اوسنی وضعیت نه وای رامنځته شوی.» دغه سازمان د فرانسې شمالي سیمه کې د مړه شویو کډوالو په هکله معلومات راټولوي. ګلیسون وایي چې د امکاناتو نشتوالی کډوال دې ته مجبوري چې «خطروناکو ځایونو» ته ولاړ شي.