یونان پرون پنجشنبه له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې د اوروس سمندر په کوچني ټاپو کې له هغو بند پاتو کډوالو سره مرسته وکړي چې ځینې یې بېړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. دغه کسان له څو ورځو راهیسې د اوبو، خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو پرته د اوروس سمندر په یوه کوچني ټاپو کې ایسار پاتې.
د یونان پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له ترکیې څخه یې ځکه د دغو ۴۰ کډوالو د ژغورلو غوښتنه کړې ده چې یاد ټاپو د یونان «د قلمرو برخه نه ګڼل کېږي».
د اعلامیې له مخې له ترکي چارواکو څخه غوښتل شوي دي چې له دغه ټاپو څخه د کډوالو د ایستلو لپاره «بېړني اقدامات» وکړي او «اړوندې مرستې» ورته برابرې کړي.
بل پلو بیا د یونان د کډوالو شورا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د ګوګل او د دغه هېواد د اردو د جفرافیوي چارو ادارې د نقشو پر بنسټ یاد ټاپو د ترکیې نه بلکې یونان د قلمرو برخه ګڼل کېږي.
د یادې شورا مشر واسیلي پاپادوپولوس ویلي دي چې دوی لومړی ځل د جولای میاشتې په نیمايي کې د یادې ډلې په هکله اطلاع ترلاسه کړه. په وینا یې دغه ډله کې نږدې ۵۰ کسان شامل وو چې ګواکي یوناني اوبو ته اوښتي وو، خو بېرته د ترکیې اوبو پر لور شړل شوي وو.
ځینو کډوالو نوموړې شورا ته ویلي وو چې ترکي چارواکو دوی لومړی یو ټاپو او ورپسې بیا یو بل ټاپو ته انتقال کړي دي.
همدارنګه د تېرې شنبې په شپه د کډوالو نورې ډلې هم دغه کوچني ټاپو ته لېږدول شوې وې چې اوس یې شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي او په ډله کې یې یوه ۷۰ کلنه ناروغه مېرمنه، درې میندوارې ښځې او ۱۲ ماشومان هم دي.
یاده دې وي چې تېره دوشنبه یوه پنځه کلنه ماشومه د لړم له چیچل کېدو وروسته یاد ټاپو کې مړه شوه. لږ مخکې درې تنه نور د تاوتریخوالي او د ترکیې پر لور د شړل کېدو له امله مړه شوي وو.
د یوناني رسنۍ افیمریدا تون سینتاکتون په حواله لومړی کس یو سوریایی و چې یونان کې سخت وهل ډبول شوی و او د ټپونو امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه راز د یونان ساحلي ګارد دوه تنه نور مهاجر دې ته اړ کړي وو چې د ترکیې تر سواحلو پورې لامبو ووهي، خو دوی بیا په سمندر کې ډوب شول.