د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس
د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د تیر کال د اګست په ۱۵مه، د نورو هیوادونو په څیر جرمني او فرانسې هم له کابل څخه په پوځي الوتکو کې د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې له امله يي لسګونه زره افغانان دغو دوو هیوادونو ته انتقال شول.

د فرانسې دولت څومره افغانان و ایستل؟

د فرانسې دولت په دوه ډول عملیاتو کې د افغانانو د ایستلو عملیات تر سره کړ. لومړۍ هغه پوځي عملیات و چې د اګست په ۱۵ د کابل له هوايي ډګر څخه پیل او د اګست په ۲۶ پاي ته ورسید. په دغه موده کې ۳۰۰۰ تنه د فرانسې په پوځي الوتکو کې د کابل له هوايي ډګر څخه و ایستل شول چې په دغه ډله کې د ۲۶۰۰ افغانانو په ګډون له سلو ډیر فرانسویان، لس تنه اروپاييان، او د یو شمیر نورو هیوادونو وګړي شامل وو.

د فرانسي د پوځ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي  چې د د تخليي د عملیاتو « APAGAN » له لارې دغه افغانان په ۴۲ پوځي الوتکو کې د عربي اماراتو په مرسته له کابل څخه ابوظبي او بیا له ابوظبي څخه پاریس ته لیږدول شوي دي.

وروسته له هغه چې د کابل په هوايي ډګر برید و شو، فرانسې د افغانانو د ایستلو پوځي عملیاتو و درول.

له دغو عملیاتو وروسته، د تیرکال د سپتمبر راهیسې ۳۹۶ نور په شرایط برابر افغانان د قطر په مرسته د فرانسې دولت لخوا په بیلابیلو الوتکو کې له کابل څخه ایستل شوي دي.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ کسان افغان را ایستل شوي

د بریتانیا لخوا څومره افغانان و ایستل شول ؟

د بریتانیا دولت وايي چې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې يي ۲۱ زره افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې ډیرۍ دغه افغانان د تیرکال د اګست میاشتې له ۱۳ راهیسې په پوځي الوتکو کې له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د برتیانیا دولت د رسمي شمیرو له مخې ۲۰۰۰ کسان له دغو عملیاتو وړاندې له افغانستان څخه ایستل شوي و، ۱۵ زره د بریتانیايي ځواکونو د تخليي په عملیاتو او ۵۰۰۰ نور بیا له هغه وروسته دغه هیواد ته رسیدلي دي.

سربیره پر دې د بریتانیا دولت د روان کال په جنوری میاشت کې اعلان وکړ چې شاوخوا ۲۰ زره نور هغو افغانان چې ژوند يي له ګواښ سره مخامخ وي بریتانیا ته انتقال کړي.

بي بي سي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له د یوه پخوانی چارواکي له خولې لیکلي چې د تیر کال د اګست په میاشت کې د ۷۵ زره او ۱۵۰ زرو ترمنځ افغانانو غوښتنه کړې وه تر څو بریتانیا ته واستول شي.

د کابل له سقوط وروسته د بریتانیا او فرانسې ترڅنګ د امریکا متحده ایالتونو او د ناټو غړي نور هیوادونو هم سلګونه زره افغانان له دغه هیواد څخه و ایستل.

یوازې د اګست له ۱۴ نه تر ۲۴ پورې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان د کابل له هوايي ډګر څخه په الوتکو کې دغو هیوادونو ته ولیږدول شول.

په اروپا کې جرمني ۵۳۰۰ او ایټالیا شاوخوا ۵۰۰۰ تنه له افغانستان څخه و ایستل. سربیره پر دې کاناډا بیا هغه مهال ۳۷۰۰ افغانان دغه هیواد ته انتقال کړل.

 

نورې ليکنې