د یونان او ترکیې ترمنځ سمندر اوروس. انځور: کډوال نیوز
د یونان او ترکیې ترمنځ سمندر اوروس. انځور: کډوال نیوز

یوناني چارواکي وایي چې هغه ۳۸ کډوال یې موندلي دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې په حواله له تېرو څو ورځو راهیسې د اوروس سمندر پر یو کوچني ټاپو ایسار پاتې وو.

یوناني ځواکونو د دوشنبې په شپه وویل چې هغه ۳۸ سوریايي کډوال یې موندلي دي چې د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو کې پر یو کوچني ټاپو بند پاتې وو.

د یونان پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې «د نویو معلوماتو او ژورو څېړنو وروسته» یې د ۹ مېرمنو او ۷ ماشومانو په ګډون «د غیرقانوني کډوالو یوه ډله» موندلې ده چې وایي د سوریې اتباع دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې دغه مهاجر چې په دله کې یې یوه مېندواره مېرمنه هم ده د ورکړل شوي جغرافیوي موقعیت په څلور کیلومترۍ کې موندل شوي دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي د موندل شویو مهاجرو روغتیایي وضعیت ډېر ښه بللی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې یاد کسان او یوه بېړۍ چې دوی یې انتقالول د ترکي ټاپو په څلور کیلومترۍ کې موندل شوي دي چې د یونان د قلمرو برخه ده. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې مېندواره مېرمنه د احتیاط لپاره روغتون ته وړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او رسنیو په حواله یاد ټاپو د یونان د قلمرو برخه نه بلل کېږي او ترکیه باید د دغو مهاجرو د موندلو مسولیت پر غاړه واخلي. همدارنګه یوناني پولیسو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د پلټنو سربېره د کډوالو دغه ډله د یونان په قلمرو کې نه ده موندل شوې.

په تېرو څو ورځو کې رسنیو او سازمانونو د اوروس ټاپو پر کوچني ټاپو د بند پاتو کډوالو د خراب وضعیت په هکله خبرداری ورکاوه.

دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شنبې په ورځ ویلي وو چې د نږدې هغو ۴۰ مهاجرو چې د ترکیې او یونان پر پوله بند پاتې دي باید «بېړني تدابیر» ونیول شي.

یادې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو چې د رسنیو د معلوماتو له مخې د نوموړو کډوالو له ډلې څخه یوه ماشومه مړه شوې ده. دغه ټویټ کې راغلي وو چې «که چېرې بېړني تدابیر و نه نیول شي، د نورو کسانو ژوند هم له خطر سره مخ کېدلی شي».

تر دې دمه د یونان د کډوالو چارو وزارت او پولیسو د دغې کډوالې د مرګ خبر نه دی تایید کړی، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او رسنیو له مخې تېره اونۍ یوې ماشومې د لړم له چیچل کېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

سازمانونو د اګست میاشتې پر ۶مه خبرداری ورکړی و چې د اوروس سمندر په یو ټاپو کې د ۸ ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه کډوال بند پاتې دي. د یادې ډلې ځینو غړو الارم فون تلفوني پلټفورم ته ویلي وو چې دوی لومړی ځل د یونان پولیسو وهلي ټکولي او ترکیې ته یې استولي دي. خو دویم ځل یې بیا د اوبو او ډوډۍ پرته یوه کوچني ټاپو ته لېږدولي دي.

زیاته شوې وه چې درې کسان د تاوتریخوالي او د ترکیې پر لور د شړل کېدو له امله مړه شوي دي. د یوناني رسنۍ افیمریدا تون سینتاکتون په حواله لومړی کس یو سوریایی و چې یونان کې سخت وهل ډبول شوی و او د ټپونو امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه راز د یونان ساحلي ګارد دوه تنه نور مهاجر دې ته اړ کړي وو چې د ترکیې تر سواحلو پورې لامبو ووهي، خو دوی په سمندر کې ډوب شول.

 

نورې ليکنې