واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال وروسته فرانسه کې رد شوي افغان کډوال لا هم د خاورې د پرېښودو سندونه ترلاسه کوي. ځینې نور بیا افغانستان ته د اخراج لړۍ د ځنډېدو سره سره اداري توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي.
د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې فرانسه کې لږترلږه ۴ افغانان د خاورې پرېښودو سندونو او افغانستان ته د اخراج خبرداري له ترلاسه کولو وروسته اداري توقیف ځایونو ته استول شوي دي. د سیماد سازمان حقوقي کارپوه او د توقیف چارو مسول پل شیرون وایي: «دغو پرېکړو کې راغلي دي چې یاد کډوال افغانستان ته اخراجېدلی شي.»
سیماد سازمان زیاتوي چې د طالبانو له راتګ راهیسې اداري توقیف ځایونو ته د افغانانو لېږد کې کموالی راغلی دی. خو دغه لړۍ نه ده ځنډېدلې. ځینې قومندانۍ لا هم افغانانو ته د خاورې د پرېښودو سندونه ورکوي او اداري توقیف ځایونو ته یې استوي.
سیماد وایي چې له نوموړو ۴ افغانانو له ډلې درې تنه یې د اخراج پروسې د ځنډېدو له امله د ازادیو او د توقیف د قاضي له خوا له بنده خوشي شوي دي، خو څلورم کس لا هم په اداري توقیف ځای کې ساتل کېږي.
احسان یو له دغو کسانو دی چې کډوال نیوز یې په اړه پلټنې کړې دي. دغه ځوان سړی د ۲۰۲۲ په فبروري کې د منیل املو توقیف ځای ته استول شوی و. هغه مهال نوموړي ویل چې کم عمر لرونکی دی او د پناه غوښتنې پروسه یې لا پای ته نه ده رسېدلې. د پولیسو قومندانۍ کډوال نیوز ته منلې وه چې احسان د خاورې د پرېښودو سند ترلاسه کړی، خو زیاته یې کړې وه: «هغه افغانستان ته نه اخراجېږي.»
په ورته مهال، د سیماد سازمان حقوق پوهه ژولیا لابروس پوښتي: «نو ولې هغه لا هم په بند کې ساتل کېږي؟»
بل پلو پاریس کې د بهرنیانو د حقونو وکیل نیکولا دو سا پالکیس کډوال نیوز ته وایي چې داسې ښکاري چې په ټولیزه توګه چارواکي افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج «ناشوني توب» ته پاملرنه نه کوي. دغه وکیل وایي تېر یو کال یې د زیاتو هغو افغانانو دوسیو ته رسیدنه کړې چې د خاورې پرېښودو اسناد یې ترلاسه کړي وو. هغه وایي چې ځینې قاضیان د افغانانو د اخراج پرېکړې ردوي، خو ځینې نور یې بیا نه ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن بي اف ام ټلویزیون سره خبرو کې ویلي وو: «موږ خلک سوریې او افغانستان نه اخراجوو، ځکه موږ نه غواړو چې د طالبانو په څېر دېکتاتورانو سره اړیکه ولرو... [له فرانسې څخه افغانستان ته] پرواز هم نشته...»
بیا ولولئ: فرانسه: د «مجرمو بهرنیانو» د ایستلو په هکله د کورنیو چارو وزیر پر ویناوو نیوکې
خو د پل شیرون په حواله تېرو څو میاشتو کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي اخراج لیکونه او توقیف ځایونو کې د کډوالو لېږدول ښيي چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د استولو لپاره اراده شته.
د جانبي حفاظت سندونو کې کموالی
تر دې دمخه اوفپرا او د پناه غوښتنې ملي محکمې افغانستان کې «د تاوتریخوالي د پراخې کچې» په پام کې نیولو سره افغانانو ته د جانبي حفاظت سندونه ورکول.
خو د طالبانو له راتګ راهیسې دغه ادارې باور لري چې دا مهال دغه هېواد کې نښته ارامه شوې ده. رون محکمې کې د بهرنیانو د حقونو مدافع وکیل ونسان سوتي کډوال نیوز ته وایي چې بریدونه او تاوتریخوالي نور په پام کې نه نیول کېږي.
د پناه غوښتنې ملي محکمه نور نه مني چې په افغانستان کې «په پراخه کچه تاوتریخوالی» موجود وي. مدافع وکیلان وایي چې د ۲۰۲۰ له وروستیو میاشتو راهیسې یاده محکمه کې دا باور رامنځ ته شوی دی. څه موده مخکې د بهرنیانو د حقونو مدافع وکیل سلوان سالیګاري کډوال نیوز ته ویلي وو چې دمګړۍ پناه غوښتونکي باید وښيي چې د خپلو سیاسي عقایدو او یا د ټولنیزو او توکمیزو مسایلو له امله یې ژوند ګواښ سره مخ دی. په وینا یې له همدې کبله د زیاتو افغانانو د استیناف غوښتنې ردېږي.
بل پلو مارسی ښار کې د محکمې مدافع وکیله هلن تېسېرې کډوال نیوز ته وایي چې د ۲۰۲۰ په ډسمبر میاشت کې د یو ۱۸ نیم کلن افغان پناه غوښتونکي غوښتنه رد شوې وه. هغه د ۲۰۲۱ په جنوري کې د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند ترلاسه کړی و.
آغلې هلن وایي چې دا پرېکړه د روغتیایي دلایلو له امله عملي نه شوه. په وینا یې دغه ځوان کډوال افغانستان کې د جګړو له امله له روحي ستونزې سره مخ شوی و. د اوفي ډاکټرانو د یاد مهاجر خراب روحي وضعیت تایید کړ. خو د دغې وکیلې په خبره یادې ادارې وویل چې افغانستان کې د نوموړي درملنه ممکنه ده. دغه پرېکړه د ۲۰۲۱ په جولای میاشت کې شوې وه: یانې کابل ته د طالبانو د راتګ یوه میاشت مخکې. خو هغه یو ځل بیا د خاورې د پرېښودو سند ترلاسه کړ.
یاده مدافع وکیله وتوانېده چې د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې له اداري محکمې څخه د خاورې د پرېښودو سند د لغوه کېدو حکم ترلاسه کړي. په وینا یې قاضي د روغتیایي درملنو په هکله د اوفي پرېکړه نه وه رد کړې او ویلي یې وو چې دغه ځوان له هزاره قام سره تړاو لري نو ځکه د طالبانو تر ګواښ لاندې دی. نوموړي د نورو اسنادو په وړاندې کولو سره له اوفپرا څخه د خپلې دوسیې د بیا ازموینې غوښتنه وکړه. اوفپرا بیا ورته د قبولي سند ورکړه.
فرانسه کې په ټولیزه توګه د جانبي حفاظت سند ترلاسه کول سخت شوي دي. دمګړۍ افغانان اړ دي چې وښيي چې دوی د شخصي دلایلو له کبله له ستونزو سره مخ دي.
د پناه غوښتني ملي محکمه کې د «لویدیځو ارزښتونو» مقوله
مدافع وکیلان دا هم وایي چې د پناه غوښتنې په ملي محکمه کې یوه نوې مقوله هم رایجه شوې ده: د لویدیځو ارزښتونو سره عادت. په وینا یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا مقوله په محاکمو کې کارول کېږي.
د دې مقولې مانا دا ده چې ځینې افغانانو له لوېدیځو ارزښتونو سره عادت کړی دی چې د طالبانو د رژیم له ارزښتونو سره توپیر لري.
مدافع وکیلان وایي دوی له دې مقولې سره کار اخلي ترڅو مهاجر قبولي ترلاسه کړي. خو په وینا یې دغه مقوله مشکل جوړوونکې هم ده. نیکولا دو سا پالیکس وایي چې له لوېدیځو ارزښتونو سره د عادت اثباتول سخت کار دي ځکه چې په دې اړه څرګنده قضایي رویه نشته.
کډوال نیوز هڅه وکړه چې په دې هکله د پناه غوښتنې ملي محکمې نظر واخلي، خو بریالی نه شو.
د ساتنې ختم: مضاعفې سزاګانې لغوه شوې نه دي
نیکولا دو سا پالیکس وایي چې له تېرو څو وختونو راهیسې د جانبي حفاظت سندونو د مودې ختم کې هم زیاتوالی راغلی دی. همدارنګه ځینې وختونه د افغان مهاجرو قبولي هم لغوه کېږي.
اوفپرا له قومندانیو څخه د پناه غوښتونکو له خوا د جرمونو او یا تخلفونو د ارتکاب په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو سره سم د ساتنې اسناد لغوه کولی شي. نیکولا دو سا پالیکس وایي: «دا رویه معمولا هغو جرمونو ته ځانګړې شوې ده چې عامه نظم ته زیان رسوی...»
همدارنګه سیماد تاییدوي چې دغو پروسیجرونو کې زیاتوالی راغلی دی، خو وایي چې کره شمېرې یې ورسره نه دي. د سیماد غړی پل شیرون وایي: «د زیاتو هېوادونو اتباع تر دغې قاعدې لاندې راځي لکه سوډانیان، افغانیان، چیچنیان...»
سیماد زیاتوي چې د مضاعفو سزاګانو قاعده هېڅکله هم لغوه شوې نه ده.
د دوبلین قواعد او غیر مستقیم اخراجونه
د مدافع وکیلانو په حواله د دوبلین قواعدو له مخې نورو اروپایي هېوادونو ته د افغان کډوالو اخراج لا هم ادامه لري. ونسان سوتي وایي چې رون سیمه کې د پولیسو قومندانۍ له پروازه ۲۴ ساعته مخکې مهاجر اداري توقیف ځای ته استوي او د شپې له خوا یې الوتکو کې سپروي. هغه زیاتوي چې د کابل له سقوط مخکې او وروسته دغه پروسه کې کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
له تېر یو کال راهیسې سازمانونو د دوبلین قواعدو پر بنسټ د افغان کډوالو د غیر مستقیم اخراجونو په هکله خبرداری ورکوي. د بلغاریا، اتریش او کروشیا په شان هېوادونه افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په هکله څرګند دریځ نه لري.
لږ مخکې د بهرنیانو مدافع وکیل مي اکاترینا سباتاکاکیس کډوال نیوز ته ویلي وو چې دغه هېوادونه چې پکې د پناه غوښتنو د ارزولو لپاره هېڅ ډول ضمانت نشته افغان کډوال اخراجولی شي.