هالېدې هوټل په لنډن کې چې سلګونه مهاجر پکې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز
هالېدې هوټل په لنډن کې چې سلګونه مهاجر پکې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت زرګونو هغو افغانانو ته چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه هېواد ته وروستل شوي ویلي دي چې په خصوصي سکتور کې دې کورونه ومومي. له تېر یو کال راهیسې نږدې لس زره افغان مهاجر د برېتانیا په هوټلونو کې ژوند کوي.

د ګارډین ورځپاڼې د یو راپور له مخې د افغانستان د پخواني نظام له ړنګېدو یو کال وروسته د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت زرګونه افغانان دې ته هڅوي چې په خصوصي سکتور کې کورونه ومومي. برېتانیا ته د انتقال شویو افغانانو له ډلې نږدې ۷۰۰۰ تنو ته یې سرپناه برابره شوې ده، خو کابو ۹۵۰۰ تنه نور لا هم په هوټلونو کې ژوند کوي.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونو هوټلونو کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې له پای ته رسېدو هرکلی کړی، خو دوی بیا وایي چې په خصوصي سکتور کې د زیات شمېر افغان کډوالو او په ځانګړې توګه ماشوم لرونکو کورنیو لپاره کور موندل اسان نه دي. 

دعه مهاجر پوله سازمانونه زیاتوي چې ځینې کډوال په انګلیسي ژبه نه پوهېږي او ښایي د کورونو په کرایه کولو کې له ستونزو سره مخ شي.

بیا ولولئ: برېتانیا: د هوټلونو او حکومت ترمنځ د تړون له لغوه کېدو سره د افغان کورنیو غړي له یو بل نه بېل شوي

ګارډین د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي دي چې دوی له یوې خوا افغان کډوال خصوصي سکتور کې د کورونو موندلو ته هڅوي، خو له بلې خوا بیا د برېتانیا په نورو سیمو کې ورته د سرپناه وړاندیزونه کوي.

یاد وزارت دا هم ویلي دي چې دغه وړاندیزونه به «مناسب» او «ښه» وي، خو که یې افغانې کورنۍ رد کړي نو دوی کولی شي چې دوه میاشتې نورې هم هوټلونو کې پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت سرچینو زیاته کړې ده چې دوی افغانان دې ته هڅوي چې د وېلز په څېر نورو سیمو ته ولاړ شي، خو دا به هغه افغانان له ستونزو سره مخ کړي چې ماشومان یې د لندن په شان لویو ښارونو کې ښوونځي ته ځي.

د برېتانیا مهاجرتي قوانینو افغان کډوالو ته د کورونو د کرایه کولو اجازه ورکړې ده، خو ځینې وختونه د کورونو خاوندان له کرایه کوونکو څخه برېتانوي پاسپورټ او داسې نور سندونه غواړي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا افغانانو ته په استول شوي لیک کې راغلي دي چې د دغه هېواد ټولې شوراګانې دې ته چمتو نه دي چې د هغوی نومونه د دولتي کورونو په لېست کې درج کړي. 

بیا ولولئ: برېتانیا له شوراګانو غوښتي چې ۱۰۰۰۰ افغان کډوالو ته سرپناه برابره کړي

په ورته مهال ګارډین د د سولې او امنیت لپاره د جندر اکشن سازمان مشرې اوا تبسم له قوله وایي چې «افغان کډوالو هېڅکله تصور هم نه کاوه چې له ایستل کېدو یو کال وروسته لا هم نامناسبو ځایونو کې ژوند وکړي». هغې د کورنیو د بې سرپناه پاتې کېدو په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي او ویلي یې دي چې «حکومت پوره یو کال وخت درلود ترڅو یاده ستونزه هواره کړي، خو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي».

بل پلو بیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې د حکومت د پلان له مخې افغان کډوال د لنډمهال لپاره په هوټلونو کې اوسېږي، خو دوی هڅه کوي چې له ۳۵۰ ځایي چارواکو سره یو ځای افغانانو ته د دایمي سرپناوې برابرې کړي. 

 

نورې ليکنې