کډوال د پاریس شمالي سیمې په یو کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶، مارچ ۲۰۲۲
کډوال د پاریس شمالي سیمې په یو کمپ کې. انځور: یوتوپیا ۵۶، مارچ ۲۰۲۲

مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې دمګړۍ د پاریس په شمالي سیمه کې نږدې ۸۰ افغان کډوال د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي او د پولیسو له خوا له فشار سره مخ دي. پنځه ویشت کلن اسرار رحیمي یو له دغو کډوالو دی چې وایي له میاشتو راهیسې سرپناه نه لري.

په تېرو څو میاشتو کې پنځه ویشت کلن اسرار رحیمي د پاریس د شمالي سیمې په بېلابېلو برخو کې ژوند کړی دی. د پولیسو د قومندانیو له خوا کډوالو ته د سرپناه ورکولو عملیاتو د ترسره کېدو سربېره، د دغه ځوان کډوال په څېر لسګونه نور افغانان هم د پاریس په شمالي سیمه کې په سړکونو کې لالهاند ګرځي.

د ایل دو فرانس قومندانۍ د اګست میاشتې په ۱۲ وویل چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې ۲۸۱ مجردو مهاجرو ته چې د پاریس اورک کانال ته نږدې یې خیمې تړلې وې سرپناه برابره کړې ده. اسرار رحیمي د یادو عملیاتو پر مهال په سیمه کې حضور درلود، خو سرپناه ور نه کړل شوه.

هغه چې له تېر یو کال راهیسې د اوسېدو ځای نه لري وایي: «نور ځای نه و پاتې. دلفین سریګ سیمه کې مې اووه میاشتې تر خیمې لاندې تېرې کړې. اوس هر چېرې چې ځای موجود وي خوب پکې کوم، تر پلو لاندې، کانال سن دني ته نږدې...»

د مهاجر پلوه سازمانونو په حواله اسرار رحیمي یو له هغو ۸۰ کډوالو دی چې د سرپناه د نه لرلو له امله د سړکونو پر غاړه ژوند کوي. د تاندر له من سازمان غړې کمي چې نه غواړي تخلص یې بربنډ شي، وایي چې یاد کډوال هغه افغانان دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته فرانسې ته رسېدلي دي.

«نه پاریس او نه نورو سیمو کې څوک ورته اړتیا نه لري»

کامي وایي چې د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۵ د پانتن امنیتي ځواکونه هغې سیمې ته راغلي وو چې نږدې ۴۰ سرپناه نه لرونکي افغان کډوال پکې راټول شوي وو.

هغه وایي: «ملي پولیس او د جرایمو ضد ځواکونه ډېر ژر سیمې ته ورسېدل او ویې ویل: «دوی دلته څه کوي؟» ما ورته وویل چې دوی پناه غوښتونکي دي او غواړي چې استراحت وکړي. هغوی وویل چې نه په پاریس او نه د فرانسې په نورو سیمو کې څوک ورته اړتیا نه لري، ښه به وي چې دوی اداري توقیف ځای ته ولاړ شي.» د کامي په خبره پولیسو سمدلاسه یاد مهاجر له سیمې څخه وایستل.

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د دغو ویناوو او همداراز د سړکونو پر غاړه د پاتو کډوالو د شمېر په هکله د پاریس او سن سن دني له قومندانیو سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه شو.

د یوتوپیا ۵۶ مسول نیکولای پوسنر وایي چې د جمعې ورځې له عملیاتو راهیسې د سرپناه نه لرونکو کډوالو پر وړاندې د پولیسو له خوا «ځورونه» دوه چنده زیاته شوې ده. نیکولای زیاتوي چې یاد مهاجر شپه او ورځ ځورول کېږي، ورسره تبعیضي چلند کېږي، خیمې یې غلا کېږي...

په ورته مهال اسرار رحیمي وایي چې څو ورځې مخکې د حمام کولو په موخه له کمپه وتلي وو، خو کله چې بېرته راغی د جامو کڅوړه او «مهم سندونه» یې د پولیسو له خوا نیول شوي وو.

بیا ولولئ: د پاریس په بستي ډګر کې د تنکیو ځوانانو پنډغالی: «نږدې دوه میاشتې کېږي چې دلته بې برخلیکه یم»

«زه هم انسان یم»

دغه وضعیت پر افغان کډوالو د سخت روحي فشار لامل شوی دی. اسرار وایي: «داسې فکر کوم چې ټول خلک پولیس دي. کله چې موږ له پولیسو سره مخ کېږو، دوی وایي: ځه، ورک شه! [دوی له کډوالو سره] ښه چلند نه کوي.» دغه ځوان کډوال ۶ ځله له هغه ځایه ایستل شوی چې هلته یې ژوند کاوه.

اسرار په دې هیله فرانسې ته راغلی و چې دلته نوی ژوند پیل کړي، خو تر دې دمه نوموړي ته د پناه غوښتونکو هرکلي مرکزونو یا کادا کې سرپناه نه ده ورکړل شوې. دغه ځوان په ۲۰۱۸ کې د ځینو دلایلو له امله له فرانسې څخه افغانستان ته شړل شوی و. خو هغه واک ته د طالبانو له رسېدو لږ مخکې یو ځل بیا فرانسې ته راغی.

بیا ولولئ: د اوړي په جریان کې په پاریس او د فرانسې په شمال کې کډوال له کومو فعالیتونو برخمن کېدای شي؟

اوس څلور میاشتې کېږي چې اسرار د اوفپرا یا د کډوالۍ ادارې ځواب ته انتظار باسي. هغه د ورځې د شتلې ورځني مرکز ته ځي چې ارمې دو سلیو سازمان پکې کډوالو ته بشردوستانه خدمات وړاندې کوي. اسرار وایي: «هلته انټرنټ شته او زه خپل موبایل چارجولی شم.» نوموړی په شوربا سازمان کې سبا ناری کوي.

اسرار وایي چې هغه ورځ چې حمام کوي، خپل غاښونه مینځي او ډوډۍ خوري، حالت یې ښه دی. خو هغه ورځ چې دغو امکاناتو ته لاسرسی نه لري ځان غمجن احساسوي. نوموړی وایي: «نورو خلکو ته ګورم او فکر کوم چې زه هم یو عادي سړی یم، انسان یم. خو ولې سمې جامې نه لرم؟ ولې په دغه وضعیت کې ژوند کوم؟» 

 

نورې ليکنې