د ترکیې سرې میاشتې ویلي دي چې له هغو افغان کډوالو سره نغدي مرسته کوي چې د اقتصادي دلایلو له امله ترکیې ته راغلي دي خو غواړي چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د ترکیې سرې میاشتې له هغو افغانانو سره د مالي مرستې د پروګرام پیل اعلان کړی چې غواړي په خپله خوښه خپل هېواد ته بېرته ستانه شي. چارواکي وایي دغه پروګرام به راستنېدونکو افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپل هېواد کې کوچني کارونه پیل کړي.
کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر فرید احمد ضیا ویلي دي چې د دې پروګرام په چوکاټ کې ځینې افغانان له ترکیې څخه کابل ته ستانه شوي دي. خو ځینې نور بیا وایي چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته نه شي ستنېدلی.
پر کابل د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان هڅه کوي چې د ایران له لارې ترکیې او له دغه ځای نه اروپایي هېوادوتو ته واوړي.
د افغانانو ایستلو کې زیاتوالی
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې له ترکیې څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې په بې سارې توګه ډېروالی راغلی دی. لږ مخکې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان کال له پیل څخه تر جولای پورې نږدې ۳۶ زره افغانان په چارتر الوتکو کې کابل او ۷۲۱۴ نور بیا پاکستان ته استول شوي دي.
همداراز ترکي چارواکو د افغان کډوالو د مخنیوي په موخه له ایران سره پر خپلو پولو امنیتي خنډونه جوړ کړي او نور عصري وسایل يې نصب کړي دي. د دغو هڅو په لړ کې په ۲۰۲۲ کال کې ترکیې چارواکو خپلې خاورې ته د نږدې ۱۸۰ زرو ناقانونه کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده.
بل لور ته ځینې افغان مهاجر کډوال نیوز سره په خبرو کې له کډوالو سره د ترکي پولیسو له تاوتریخجن چلن شکایت کوي او وایي چې په خپله خوښه نه بلکې په زوره له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.
له دې وړاندې ترکیه کې د بهر میشتو افغانانو نړیوالې شورا له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ډله ایزې ایستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. یادې شورا له ترکي چارواکو څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو نیول د دوی د استولو لړۍ ودروي.