ایران هره اونۍ زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز
ایران هره اونۍ زرګونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنوي. انځور: آرشیف، پیکچر الیانز

له ایران څخه لا هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ادامه لري. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زارت وایي چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې تر ۴ زره ډېر افغانان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي او یا هم «په خپله خوښه» خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې نږدې ۴۵۰۰ افغان له ایران څخه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې پرون دوشنبه د اګست ۲۲مه ۳۱۱۲ افغان کډوال د اسلام قلعې او پل ابریشم له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

د اسلام قلعې سرحدي امریت ویلي دي چې له دغې ډلې څخه ۴۶۵ کورنۍ په جبري توګه او ۱۳۲۴ تنه نور بیا «په خپله خوښه» خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

بل لور ته د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت ویلي دي چې ۱۳۲۴ تنه نور د پل ابریشم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې ۹۲۷ تنه یې په جبري توګه او ۳۹۱ تنه نور بیا په داوطلب ډول افغانستان ته ورغلي دي.

یاد وزارت په یو بل ټویټ کې لیکلي دي چې د تېرې یکشنبې په ورځ ۱۲۵۹ تنه نور افغانان «په خپله خوښه» افغانستان ته راستانه شوي دي او یا هم په اجباري ډول د ایران له خاورې څخه شړل شوي دي.

دغه ډله کې ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۹ تنو ته رسېږي او ۶۷۰ مجرد کسان شامل دي. ویل شوي چې ۱۵ کورنۍ په جبري توګه او ۳۴۰ تنه نور بیا «په داوطلب ډول» هېواد ته ستانه شوي دي.

بیا ولولئ: له ایران څخه د افغانانو د ایستلو دوام: یوه اونۍ کې له زرو ډېر افغانان اخراج شوي

لږ مخکې د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ خبر ورکړی و چې د طالب چارواکو په حواله په تېره یوه اونۍ کې کابو ۶۴۰۰ افغانان د زرنج ښار د پل ابریشم له لارې افغانستان ته رسېدلي دي. زیاته شوې وه چې د یادو افغانانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي چې د نړیوالو موسسو په مرسته به خپلو کورنیو ته ور سپارل کېږي.

دغه سایټ د طالب چارواکو له قوله وایي چې هره ورځ په متوسطه توګه نږدې ۱۰۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته رسېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د ګواښونو، وزګارۍ، فقر او پر ازادیو د لګول شویو بندیزونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغه افغانان پاکستان، ایران او ترکیې ته تللي دي او هڅه کوي چې له دغو هېوادونو څخه ځانونه اروپا ته ورسوي.

له دې وړاندې رسنیو د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخجن چلن په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړي دي. همدارنګه د ترکیې په ګډون له یادو هېوادونو څخه د هغو افغانانو په ایستلو کې په بې سارې توګه ډېروالی راغلی دی چې قانوني اسناد ورسره نه دي.

بیا ولولئ: له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې

کابو دوه میاشتې مخکې ایراني چارواکو د افغانانو کډوالو د سرشمېرنې پروګرام د پای ته رسېدو خبر ورکړی و. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کډوالو د نوم لیکنې بهیر له پای ته رسېدو ته سره هر هغه افغان چې راجستر نه وي له دې هېواده ایستل کېږي.

 

نورې ليکنې