آرشيف انځور: په آلمان کي يوه مهاجره کورنۍ
آرشيف انځور: په آلمان کي يوه مهاجره کورنۍ

د آلمان کيڼ ګوند په آلمان کي د اوسېدونکو مهاجرو او بهرنيانو سره د هغوی د کورنۍ د الحاق په ترڅ کي پر اوږد انتظار او ځنډ نيوکي کړي دي. په اسلام آباد کي مراجعين حتی تر يو کال پوري لومړۍ مرکې ته انتظار کوي.

يو شمير هغه کورنۍ چي په آلمان کي اوسېدونکو خپلو خپلوانو سره يوځای کېدل غواړي، مجبوره دي چي د کورنيو د الحاق لپاره ويزې ته تر يو کال څخه زيات انتظار وباسي. دمګړی د مثال په توګه په اسلام آباد کي زيات افغانان تر يو کال پوري مجبور دي انتظار وکړي، تر څو چي ورته د لومړۍ مرکې لپاره په سفارت يا قونسلګري کي وخت ورکول سي. د دې تر څنګ د نايجريا په لاګوس کي د آلمان په دپلوماتيکه نمايندګي کي د اړونده مرکې لپاره تر يو کال انتظار کول په کار وي.

ياد معلومات د آلمان حکومت د کيڼ ګوند د يوې پوښتني په جواب کي ورکړي دي. په دې تړاو پوښتنه د کين ګوند غړي ګيوکې اکبولوټ کړې وه. د لبنان په بيروت کي د آلمان دپلوماتيکه نمايندګي سته کومي ته چي زيات سوريايي مهاجر په آلمان کي د خپلي کورنۍ سره د الحاق په مقصد درخواستونه ورکوي. ويل سوي دي چي د درخواست ورکولو او و آلمان ته د کورنيو د رارسېدلو لپاره د ۱۲ اونيو او ۱۲ مياشتو تر منځ وخت لګېدلای سي.

په بعضو هيوادونو کي د آلمان په دپلوماتيکو نمايندګيو کي د وخت ترلاسه کولو لپاره دومره اوږد انتظار ته لا اوس هم اړتيا وي، لکه په ۲۰۲۰ کال د کرونا پاندمي پر وخت چي ورته اړتيا وه. د کرونا پاندمي پر وخت د ويزې په څانګو کي کار محدوده کړل سوی ؤ. 

د آلمان د حکومت له خوا ورکول جواب کي راغلي دي چي د البانيې په پلازمېنه تيرانا کي دمګړی حتی تر ۱۶ اونيو پوري و مرکې ته انتظار را کم سوی دی. دا په داسي حال کي چي په دسمبر مياشته کي لا په تيرانا کي ۳۲ اونۍ انتظار په کار ؤ. خو په تونس کي بيا يادي مرکې ته د انتظار وخت ۳۳ اونيو ته اوږد سوی دی. د آلمان اړونده دولتي سکرتري سوزانه باومن ويلي دي چي د آلمان باندي چارو وزارت تر خپل وسه کوښښ کوي چي د کورنيو د الحاق لپاره د ويزو انتظار راکم کړي. هغې ويلي دي چي له همدې مقصد لپاره په دپلوماتيکو نمايندګيو او په آلمان کي دننه په اړونده اداري څانګو کي د همکارانو شمېر زیات کړل سوی دی. 

د کيڼ ګوند سياستوالي او د آلمان د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ غړي اکبولوټ ويلي دي چي د کورنيو سره د الحاق لپاره د ويزو د انتظار مودې «د نه منلو وړ» دي. هغې ويلي دي چي و مسلکي کارګرو ته په چټکۍ سره د ويزو ورکړي ثابته کړېده چي د ويزې ورکړه چټکه هم تر سره کيدلای سي. د هغې په وينا مسلکي کارګر و آلمان ته د خپلي ويزې په خاطر د مرکې لپاره حد اکثر صرف درې اونۍ انتظار کوي. 

په آلمان کي د کورنۍ الحاق صرف د مېرمني يا مېړه او تر اتلسو کالو څخه کم عمر لرونکو اولادونو لپاره ممکن دی. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې