شمالي مقدونیه. ارشیف انځور: ویکي کمنز
شمالي مقدونیه. ارشیف انځور: ویکي کمنز

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې پرون سه شنبه سهار د اګست ۲۳مه یې په یوه لارۍ کې ۲۶ کډوال موندلي دي. پولیسو دغه راز د یو شکمن قاچاق وړونکي د نیولو خبر ورکړی دی. د کډوالو دغه لارۍ له یونانه د صربستان پر لور روانه وه.

د اسوشیتد پرس د یو خبر له مخې د شمالي مقدونیې پولیسو د تېرې سه شنبې په سهار د دغه هېواد مرکزي ښار ستیپ کې په یوه لارۍ کې ۲۶ کډوال موندلي چې د سوریې، پاکستان، مصر او هند اتباع دي.

د پولیسو په حواله نیول شوي کسان له یونان څخه شمالي مقدونیې ته راغلي او غوښتل یې چې اروپا ته د ورتګ په موخه صربستان ته واوړي.

موټر چلوونکی چې د شمالي مقدونیې تبعه دی د انساني قاچاق په شک نیول شوی دی. پولیسو موندل شوي کډوال یونان ته د لېږد لپاره د اخراج مرکز ته استولي دي.

د کورونا ویروس له امله د لګولو شویو بندیزونو له لرې کېدو سره د شمالي مقدونیې له لارې نورو هېوادونو ته د ورتګ هڅو کې زیاتوالی راغلی دی. د شمالي مقدونیې چارواکي وایي چې د ۲۰۲۱ د همدې مودې پرتله دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو داخلېدو کې ۱۰۰ سلنه ډېروالی رامنځ ته شوی دی.

زیاته شوې ده چې سږ کال تر دې دمه تر ۱۱ زره ډېر کډوال په شمالي مقدونیه کې نیول شوي دي چې ډېری یې د پاکستان، سوریې او هند اتباع دي.

بیا ولولئ: شمالي مقدونیه: پولیسو ۸۷ کډوال او د قاچاق په تړاو دوه شکمن کسان نیولي

د اګست میاشتې په لومړیو ورځو کې شمالي مقدونیه کې د کډوالو د یوې لارۍ نسکورېدو پېښې ۳۵ کسان ټپیان کړل. چارواکو هغه مهال د یوه ټپي شوي کډوال روغتیایي وضعیت نازک بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د سازمان یافته جرمونو ضد نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د بالکان له لارې د مهاجرو د قاچاقولو کلني عواید ۵۰ میلیونه یورو ته رسېږي. د راپور له مخې ډېری هغه کسان چې غواړي د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي د افغانستان، سوریې، پاکستان او بنګله دېش اتباع دي.

یاد راپور کې راغلي وو چې په ۲۰۲۰ کې قاچاق وړونکو د لوېدیځ بالکان له لارې - د البانیا، شمالي مقدونیې او یونان پر پولو - ۱۹،۵ تر ۲۹ میلیونه یورو ترلاسه کړې وو. شمالي مقدونیه کې ګوګلیا او البانیا کې کاکاویا او کاپچتیکا سیمې د مهاجرو د قاچاق اصلي سیمو په توګه پېژندل کېږي.

 

نورې ليکنې