د یونان او ترکیې ترمنځ پوله. انځور: رویترز
د یونان او ترکیې ترمنځ پوله. انځور: رویترز

د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا د دغه هېواد د پولو د ساتنې لپاره یو لړ نوي اقدامات تصویب کړي دي. ټاکل شوې ده چې یونان له ترکیې سره د پولې په اوږدو کې اوسپنیز دېوال جوړ کړي.

د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا پرون سه شنبه د اګست ۲۳مه د دغه هېواد او ترکیې ترمنځ اوروس سیمه کې د پولې په اوږدو کې د اسپنیز دېوال د جوړېدو پرېکړه وکړه.

دمګړۍ د یونان او ترکیې پر پوله شته دېوال ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري. یوناني چارواکو درې میاشتې مخکې ویلي وو چې په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله به داسې خنډونه جوړ کړي چې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی ولري. د دغه دېوال د جوړولو کار تېره جون میاشت پیل شوی و.

بیا ولولئ: یونان غواړي چې له ترکیې سره پر پوله دېوال لا اوږد کړي

د یونان د ملي امنیت حکومتي شورا دغه راز پرېکړه کړې ده چې سرحدي سیمو کې عصري وسایل ولګول شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سمندر کې هم سخت تدابیر ونیول شي. 

دا تصمیم په داسې حال کې نیول کېږي چې د یونان حکومت وایي له ترکیې څخه دغه هېواد ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. د یونان د کډوالۍ چارو وزیر نوتیس میتاراچي له یوه یوناني ټلویزون سره په مرکه کې ویلي: «هره ورځ ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ ځله [له ترکیې څخه یونان ته] د اوښتو هڅې کېږي.»

بیا ولولئ: یوناني ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې دغه هېواد ته د ۱۱۳۰ کډوالو د ورتګ مخه نیولې

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي اداره وایي چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۹۰۰ ډېر کډوال یونان ته اوښتي دي. د یادې ادارې په حواله د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۱۰۰ کډوالو ځانونه یونان ته رسولي دي.

یونان په منظمه توګه ترکیه په دې تورنوي چې پر اروپایي ټولنې د فشار اچولو لپاره له مهاجرو څخه «ابزاري» ګټه اخلي. خو ترکیه بیا د دغې ادعا په ردولو سره وایي چې د نږدې ۴ میلیونو کډوالو «بار» یې پر اوږو دی.

په تېرو څو وختونو کې د یونان او ترکیې پر پوله تودې پېښې رامنځ ته شوې دي. تېره اونۍ یوناني چارواکو وویل چې هغه ۳۸ کډوال یې موندلي دي چې د اوروس سمندر په یوه کوچني ټاپو کې بند پاتې وو. د دغو کډوالو له ډلې څخه یوه ماشومه د لړم د چیچل کېدو له امله مړه شوې وه. هغه مهال سازمانونو ویلي وو چې دا مهاجر چارواکو د ترکیې اوبو پر لور پر شا تمبولي دي، خو یونان بیا دا ادعا رد کړې وه.

تېر کال د یونان په ګډون ۱۲ هېوادونو له اروپایي ټولنې څخه د سرحدي دېوالونو د جوړولو لپاره د مالي مرستې غوښتنه وکړه، خو یاد کمیسیون د دغې غوښتنې په ردولو سره وویل چې دوی د سرحدي دېوالونه جوړول نه تمویلوي.

 

نورې ليکنې