بلغاریا کې ترافیکي پېښه. آرشیف انځور: پېکچر الاینز
بلغاریا کې ترافیکي پېښه. آرشیف انځور: پېکچر الاینز

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې نن پنجشنبه سهار وختي دوه بلغاریایي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې یو بس ودروي چې کډوال یې انتقالول. پېښه کې مهاجرو ته زیان نه دی رسېدلی.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د منشي مرستیال ستانیمیر ستانېو ځایي رسنیو ته ویلي دي چې دغه پېښه نن سهار په ۵ بجو هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه بس چلوونکي د بورګس ښار د پولیسو په دوو پستو کې د خپل موټر له درولو ډډه وکړه. 

موټر چلوونکی ورپسې د تراپزیتسا په څلور لاره کې بایسکېلو ته ځانګړي شوي مسیر ته داخل شو چې له امله یې د پولیسو یو موټر، د بس تمځي او له یو ښاري تشناب سره ټکر وکړ.

دغه بس چې ترکي نمبر پلېټ یې درلود ۴۷ کډوال پکې سپاره وو. چارواکو تر دې دمه د یادو کډوالو هویت نه دی په ډاګه کړی. خو د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښه کې مهاجرو ته زیان نه دی رسېدلی.

ټاکل شوې ده چې د بلغاریا د د ملي پلټنو او څارنوالي د یادې پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

سرچینې زیاته کړې ده چې له دغې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت پر خپلو سرحداتو سخت تدابیر نیولي دي‌ او سرتېري او بې پیلوټه الوتکې یې ور لېږلې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ځایي رسنیو خبر ورکړی و چې د یکشنبې په ورځ د بلغاریا ګودېش سیمې ته نږدې چې صوفیا کې موقعیت لري، د ترافیکي پېښې له امله یو بس چلوونکی وژل شوی دی چې خپل موټر کې یې ناقانونه کډوال انتقالول.

د بلغاریا امنیتي ځواکونو د پېښې سیمې ته نږدې یو ځنګل کې ۳۰ کډوال موندلي وو چې ځینې یې په سطحي توګه ټپیان شوي وو. یادو کډوالو پولیسو ته ویلي وو چې د افغانستان اتباع دي.

بلغاریا پر بالکان لار پراته ده. ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي اروپا ته د راتګ په موخه لومړی دغه هېواد ته واوړي.

 

نورې ليکنې