په داسې حال کې چې په هالنډ کې پناه غوښتونکي د سرپناه له کموالي سره مخ دي، د دغه هېواد چارواکي د تېر اپل د مهاجرو په مرکز کې د یوه درې میاشتنۍ ماشوم د مرګ خبر ورکړی دی. د دغې پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دي.
د هالنډ چارواکو د هغه درې میاشتنۍ ماشوم د مرګ په هکله پلټنې پیل کړې دي چې د دغه هېواد د پناه غوښتونکو په تېر اپل مرکز کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هالنډ د روغتیا او ځوانانو ته د پاملرنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه ماشوم پرون چهارشنبه سهار وختي د تېر اپل کلي د هرکلي مرکز «د سپورټ په سالون کې مړ شوی دی» چې د «بېړنۍ سرپناه» په توګه کارول کېږي.
په وینا یې «روغتیایي مرستو کومه مثبته پایله نه درلوده». د مړ شوي ماشوم نوم، جنس او هویت لا نه دي څرګند.
دغې ادارې دا هم ویلي دي چې «د پېښې ټول هغه جوانب به څېړي چې ښایي د دغه ماشوم د مرګ سبب شوي وي».
بل پلو د عدالت او امنیت په برخو کې د هالنډ د دولت منشي اریک وان دېر بورګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «یو درې کلن ماشوم پرون شپه د تېر اپل د سپورټ سالون کې ومړ. زه د ټولو په شان د دغې غمجنې پېښې له امله شوک لیدلی یم».
د پناه غوښتونکو د مراکزو نشتوالي او کډوالو ته د سرپناه ورکولو په برخه کې د ښاروالیو ناتواني تېر اپل کې وضعیت پر یو ملي کړکېچ بدل کړی دی.
لږ مخکې د هالنډ د سرې میاشتې ادارې د ځای د نشتوالي له امله د دغه مرکز په باغ کې خیمې تړلې وې، خو د غبرګونونو له امله یې راټولې کړې. دمګړۍ د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون زیات شمېر کډوال په دغه باغ کې شپې سبا کوي.
له دې وړاندې د هالنډ حکومت هڅه وکړه چې نږدې ۳۰۰ پناه غوښتونکي البرجېن کلي کې له یو هوټل څخه د پناه غوښتونکو د هرکلي اصلي مرکز ته انتقال کړي، خو د ځایي اوسېدونکو له اعتراض سره مخ شو.
د دغه ماشوم د مرګ پېښې په هالنډ کې غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو ډېریو مدافعانو او خلکو له حکومت څخه د یادې پېښې په هکله د وضاحت غوښتنه کړې ده.
بل پلو د بې سرحده ډاکټرانو ادارې د هالنډ څانګې نن پنجشنبه د اګست ۲۵ مه تېر اپل کې د خپلو فعالیتونو د پیل خبر ورکړ.
د دغه سازمان مشرې جودیت سارجېنتیني ویلي چې دوی سر له نن ورځې تېر اپل کې پناه غوښتونکو ته روغتیایي خدمات برابروي. هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د ژوندانه شرایط غیرانساني دي او ژر تر ژره باید پکې بدلون راشي. دلته حمام نشته او تشنابونه له چټلیو ډک دي.»
بل پلو د ګرونینګن ښاروال کوین شویلینګ له نورو ښاروالیو څخه غوښتنه کړې ده چې پر تېراپل د فشار د کمولو په موخه خپلې دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزي.